د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې کوچیانو ریاست لپاره د ودانۍ کار پیل شو


نن د سې شنبې په ورځ د خوست د اداري کمپلیکس په انګړ کې د نورو حکومتي ادارو تر څنګ د کوچیانو د چارو ریاست لپاره هم د افغان حکومت له پرمختیايي بودجې څخه د ۱۵،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې.

یاده وداني چې ساختماني چارې به يې د یو کال په موده کې بشړې شي، شنه ساحه او نور اړین ملحقات لري.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د یادې ودانۍ د کار د پیل په ځای کې مشال راډیو سره په خبرو کې هیله څرګنده کړه، چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره به کوچیانو ته په خدمتونو کې ښه والۍ راشي.

پوهندوي حبیبي زیاتوي:

((پنځلس عشاره پنځه میلیونه افغانۍ ورباندې لګښت راځي چې د دولت پرمختیايي بودجې څخه جوړیږي، اتلس کاري خونې، شنه ساحه، تشنابونه او نور اړین ملحقات به ولري، په اداري کمپلیکس کې جوړیږي، زه باور لرم چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به د کوچیانو د قومونو لپاره په خدماتو کې ښه والۍ رامنځته شي، پدې سره به زموږ د اړوند ریاست کارمندان وکولای شي، چې په نسبتاً ارامه فضاء کې دوی د خپلو ولسونو خدمت وکړي.))

​خوست والي زیاتوي، هڅې روانې دي، چې په یاد ولایت کې تر راتلونکې یو کال پورې نږدې ټولو هغو ادارو ته د ودانیو چارې پیل شي، چې تر اوسه مشخصې او ځانته تعمیرونه نلري.

همدارنګه د کوچیانو د چارو رييس وايي چې د دوی کارکوونکو ته د کار د ښه شرایطو په برابرولو سره به کوچیانو ته ښه خدمتونه وړاندې شي.

د کوچیانو رييس وايي:

((که کوچیانو ریاست ته ودانۍ جوړیږي دا به لویه لاسته راوړنه وي، یانې وبه کولای شو چې لدې ځایه کوچي قومونو ته ښه خدمات خصوصاً ښه دولتي خدمتونه وړاندې کړو.))

​بلخوا د افغانستان د کوچیانو د لوی ریاست مرستیال زمرد خان منګل وايي، چې کوچیانو د دې هېواد د اقتصاد او فرهنګ په بډاینه کې مهم رول لوبولی، خو د ځايي خلکو او کوچیانو تر منځ باید اړیکې پراخې شي.

زمردخان منګل وړاندې وویل:

((کوچی د ټولنې یوه برخه ده، اساسي رکن دی، په اقتصاد او فرهنګ کې يې اساسي رول اداء کړی ده، څنګه کولای شو چې دا ځايي خلک دوی سره خپل مشترکات تعریف کړي، نو غوښتنه مې داده چې دا ډول د همغږۍ ناستې راوبلل شي.))

د کوچیانو د ریاست لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو په ناسته کې یو شمېر کوچي مشرانو دا هم وویل، چې تر اوسه یاد قومونه له محرومیتونو سره مخامخ دي او د ژوندانه له اساسي خدمتونو بې برخې پاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG