د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د خوست د ځوانانو مرکزي دفتر پرانسیتل شو


نن د سې شنبې په ورځ د خوست د یو شمېر ځوانانو، مدني فعالانو او قومي مخورو په ګډون په پلازمینه کابل کې د خوست او لويې پکتیا د ځوانانو او اوسیدونکو د ستونزو د حلولو او هغوی لپاره د موقتي اوسیدو په موخه مرکزي دفتر پرانیستل شو.

یاد دفتر چې په یو وخت لسګونو کسانو لپاره په وړیا ډول د استوګنې ټولې اسانتیاوې لري، د هغو ځوانانو او مشرانو سره چې نابلده وي او یا يې اړوندې حکومتي ادارې کارونه پر وخت نه خلاصوي، د ستونزو د حلولو په برخه کې د یاد دفتر د ادري پرسونل لخوا د امکان تر بریده مرسته کیږي.

د پرانیست غونډې ویناوالو وویل، یاد مرکز به د نورو اسانتیاوو سربیره د خوست او لويې پکتیا ځوانانو او مشرانو ته زمینې برابروي تر څو په ګروپي ډول د افغان حکومت له چارواکو سره د خپلو سیمو د ولسونو اساسي ستونزې او غوښتنې شریکې کړي او بیا يې پلي کېدنه وڅاري.

د خوست د ځوانانو د مرکزي دفتر د دایمي فعالیت مالي لګښت ملي سوداګر الحاج مظفرخان بابکرخېل پر غاړه اخیستی دی.

د خوست د ځوانانو د مرکزي دفتر د پرانیستې د ارزښت په باب افغان دیپلومات وحید پویان ګډونوالو ته وویل:

((کچیرې زموږ د ملک قومي او سیاسي مشران د دې ځوانانو لاس ونه نیسي، هغوی په یوازې ځان څه نشي کولای، یوازې پدې خو نه کیږي چې زه تعلیم یافته یم، ډاکټر یم یا سیاستدان یم، نو دا کفي ده، نه داسې نده، د سیاستدان لپاره ځای په کار دی، د هغه لپاره کمک په کار دی، د هغه لپاره د اوسیدو، د کېناستلو، د پاڅیدلو ځای په کار دی، داسې با احساسه ملي سودګر او نور شخصیتونه لکه حاجي صیب مظفر خان بابکرخېل چې دا مرکز يې نن خوستوالو ته پرانیستی دی، د دې مرکز نه خوستي ځوانان کولای شي چې خپل ټول مشکلات حل کړي.))

​د خوست یو تن قومي مخور حاجي محمدقیوم خان وویل مشرانو ته بایده دي چې د دا ډول ټولنیزو مرکزونو ملاتړ وکړي.​

​نوموړي زیاته کړه:

((نو د ځوانانو لپاره د دې مرکز پرانیستل په حقیقت کې زموږ د ځوان نسل لپاره د ژوند مساله ده، دا مرکز موږ تعلیمي مرکز بولو، ځکه ځوانان چې راځي یا محصلان دي، یا يې مشکلات دي، کانکور يې دی یا نور کارونه يې دي، دا د ټول خوست مرکز دی، د لويې پکتیا مرکز دی او د افغانستان مرکز دی، خو حمایت يې پر موږ باندې لازم دی.))

په افغانستان کې د ځوانانو فکري رغونه همدارنګه ولس، ټول بشریت او په ځانګړې ډول هغوی ته د هېوادنۍ مینې د روحیې او انګیزې ورکول یو پراخ بحث دی.

د خوست د سیاسي ګوندونو او ټولنیزو سازمانو په استازیتوب میرناګل تڼیوال هیله څرګنده کړه، چې یاد بنسټ به د ځوانانو د فکري تنویر او روښانتیا په یو دایمي مرکز بدل شي.

ښاغلي تڼیوال وویل:

((انشاالله ګام په ګام به پدې ځای کې زموږ فکرونه جوړیږي او زموږ په سیمو کې به د بیارغونې بهیر د چټکتوب او اغېزمنتوب لپاره به پدې کې زمینه سازي کیږي، چې کله موږ ویایو خوست د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د بریا او ناکامۍ دروازه ده، نو همدا اصل ته په کتو باید پدې ډول مرکزونو کې فکري بیارغونه وکړو.))

ملي سوداګر الحاج مظفر خان بابکرخېل چې د یاد مرکز مالي لګښت او د نورو اړتیاوو برابرول پر غاړه اخیستي دي، ژمنه وکړه چې هغو کسانو سره په ټولو امکاناتو مرسته وکړي چې د کابل په حکومتي ادارو کې نابلده دي او یا يې څوک غږ نه اوري.

الحاج مظفر خان بابکرخېل وايي:

((دې دفتر ته د خوست، د لويې پکتیا او د افغانستان قومونه او ځوانان چې کومې ستونزې لري راتللی شي، نو موږ چې څه پيژندګلوي او تاثیر او امکانات لرو، لدې نه په استفادې به د دوی ستونزې او غوښتنې لوړو مقاماتو ته رسوو، د حل غوښتنه به يې کوو او انشاالله په حل به يې بریالي کیږو.))

​د یادونې وړ ده پدې وروستیو کې په سویل ختیزو ولایتونو کې یو شمېر ملي سوداګرو او ټولنیزو شخصیتونو د بیلابیلو تعلیمي، تحصیلي او روغتیايي مرکزونو د ایجاد او نورو ټولګټو تاسیساتو په جوړولو کې مرستې کړي دي.

کتونکي پدې باور دی، کچیرې په داخل او بهر کې د افغانستان ملي پانګوال او ملي سوداګر د شخصي شتمنیو یوه برخه د هېواد ابادۍ او د خپلو خلکو د اړتیاوو پوره کیدو ته بیله کړي، نو افغانان به په هره برخه کې د بهرنیانو مرستو ته محتاجه نه پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG