د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ناڅاپي سفر کابل ته تللی


ټېلرسن په کابل کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرال نېکولسن سره هم لیدلي
ټېلرسن په کابل کې د امریکايي ځواکونو له مشر جنرال نېکولسن سره هم لیدلي

کابل - په کابل کې د امریکا سفارت وايي، د دوشنبې پر ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن له افغان ولسمشر اشرف غني سره ولیدل او ((په ګډه یې په افغانستان کې د سولې، ټېکاو او اوږدمهاله سوکالۍ ته د رسېدو لپاره)) د امریکا او افغان حکومت پر ژمنو ټینګار وکړ.

په بیان کې راغلي چې ټېلرسن او غني د ((ترهګرو د خوندي پټنځایونو)) د ختمولو هوډ هم وښود.

بیان وايي، غني د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتیژۍ د ملاتړ تر څنګ ټینګار وکړ چې په افغانستان کې اصلاحاتو ته ژمن دی.

هلته د پاکستان دولتي راډیو وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د اکتوبر پر ۲۴مه اسلام اباد ته ورځي.

راډیو وايي، نوموړي ته یې پاکستاني سیال خواجه اصف بلنه ورکړې وه. چارواکي وايي، ټېلرنس به په یو ورځني سفر کې له پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو لوړپوړو چارواکو سره ویني.

د دوی په خبره، له ټېلرسن سره به د واشنګټن او اسلام اباد پر اړیکو، د افغانستان پر امنیت او سیمه ییزو مسلو خبرې کوي.

رېکس ټېلرسن دا مهال د بېلا بېلو هېوادونو په سفر دی. تر دې مخکې دی قطر او سعودي عرب ته تللی وو.

XS
SM
MD
LG