د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خلیج تر سفر وروسته رېکس ټېلرسن پاکستان ته ځي


تر سعودي مخکې ټېلرسن قطر ته هم ورغلی وو
تر سعودي مخکې ټېلرسن قطر ته هم ورغلی وو

اسلام اباد/ پراګ - د پاکستان دولتي راډیو وايي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن د اکتوبر پر ۲۴مه اسلام اباد ته ورځي.

راډیو وايي، نوموړي ته یې پاکستاني سیال خواجه اصف بلنه ورکړې وه. چارواکي وايي، ټېلرنس به په یو ورځني سفر کې له پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي، د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف، د پوځ له مشر جنرال قمر جاوېد باجوه او نورو لوړپوړو چارواکو سره ویني.

د دوی په خبره، له ټېلرسن سره به د واشنګټن او اسلام اباد پر اړیکو، د افغانستان پر امنیت او سیمه ییزو مسلو خبرې کوي.

رېکس ټېلرسن دا مهال د بېلا بېلو هېوادونو په سفر دی او د یکشنبې پر ورځ یې وویل، وخت راغلی چې په عراق کې د اسلامي دولت ډلې (داعش) پر ضد د ایران په ملاتړ جنګېدونکي وسله وال خپلو کورونو ته ستانه شي او عراقیانو ته دې موقع ورکړي چې د خپل هېواد امنیتي چارې خپله پر مخ یوسي.

ټېلرسن له خپل سعودي سیال عادل الجبیر سره په ریاض کې ګډې خبري غونډې ته وویل، په عراق کې د داعش خلاف جګړه په ختمېدو ده نو هلته جنګېدونکې ایراني ملېشې دې ستنې شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر سعودي مخکې قطر ته هم ورغی او له پاکستانه علاوه هند ته هم ورځي.

د ده د خلیج عربي هېوادونو سفر د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو هڅو برخه ده چې هغه یې د ایران د یوازې کولو لپاره کوي ځکه چې واشنګټن پر تهران په منځني ختیځ کې د ګډوډۍ تور پورې کوي.

ایران په بیا بیا دا تور رد کړی.

XS
SM
MD
LG