د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نوازشریف خلاف پلټنې د چا په اشاره کېږي؟


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پراګ ـ د پاکستان مسلم لیګ (ن ) ګوند د مشر او د پخواني وزیراعظم نواز شریف او د هغه د کورنۍ خلاف د درغلیو د کیسونو د اوریدنې او په دې اړه د احتساب عدالت ته د دوی د حاضریدو وروسته، دا بحث زیات شوی دی چې ایا دا هر څه په دغه هېواد کې د پوځ او ولسي حکومت تر منځ اختلافات ښکاره کوي او که نه دا په لوړه کچه د درغلیو د پيښو پلټنې دي؟

د مسلم لیګ (ن) ګوند سېنېټر پرفېسر ساجد میر وایي، دا یواځې یو خاندان په نښه کول دي:

((د درغلیو په تورونو یو تن او یا یو خاندان باید په نښه نه کړل شي، خو له بده مرغه هم داسې کیږي. په دغه هېواد کې خو نور هم درغله خلک شته، د هغوی پلټنې ولې نه کیږي؟ خو د دغو پرېښودل او یو تن او یا یو خاندان په نښه کول انصاف نه دی. ))

د پاکستان مسلم لیګ ګوند سېنېټر کامل علي اغا وایي دا خبره د حکومتي او پوځي ادارو ترمنځ د اختلافاتو په توګه وړاندې کیږي خو داسې نه ده:

((دا چې نواز شریف د حکومت مشر و، او د ده خلاف د درغلیو کیسونه مخې ته راغلل، بیا سپریم کورټ لخوا د نواز شریف نا اهله کیدل او اوس چې څنګه دغه کېس روان دی، دا داسې ګڼل کېږي چې ګېنې پ ترشا یې پوځ رول لري، خو داسې نه ده.))

بلخوا د پاکستان پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر وایي باید نواز شریف د ادارو تر منځ د ټکر راوستو پر ځای د ځان خلاف د مقدمو مقابله وکړي او عدالتونو ته دې حاضر شي:

((د نوار شریف او د هغه د ملګرو سره هغه سلوک نه دی شوی کوم چې د اصف علي زرداري او یا د بې نظیر بوټو سره شوی و. نو بیا ولې هغه عدالتونو ته د حاضرېدو نه ډډه کوي؟ هغه پر ځای د دې چې د ادارو تر منځ د جنګ خبرې وکړي، عدالتونو ته دې لاړ شي، دغه سمه لاره ده. مونږ د هغه په رویه افسوس کوو. ))

د تحریک انصاف ګوند سېنېټر سید شبلي فراز بیا وایي دا یواځې د درغلیو پيښې دي چې څنګه د یو ملک وزیر اعظم د ذاتي ګټو لپاره قامي او ولسي ګټې تر پښو لاندې کړې؟

(( زموږ ګوند یو منظمه مهم وچلولو. نواز شریف چې کله په اقتدار کې راغلو، نو پر ځای د دې چې ادارې ښې کړې، درغلي یي شورو کړه، خپل خپلوان یې په ادارو کې ولګول او مشران یې کړل، چې دا شان یې دغه ادارې مفلوجې کړې.))

د اکتوبر په ۱۹مه او ۲۰ مه د پاکستان احتساب عدالت د دې هېواد پخوانی وزيراعظم او د واکمن مسلم ليګ (ن)مشر نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم یې کېپټن صفدر، په بهرنیو هېوادونو کې په ناقانونه توګه د شتمنيو ساتلو او جاییدادونو جوړولو په قضیو کې په رسمي توګه تورن کړل.

XS
SM
MD
LG