د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې ځانمرګي برید ۱۵کسان وژلي

د افغانستان د دفاع وزارت وايي دغه ځانمرګی د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې مربوط په قمبر څلور لارې سیمه کې شوی دی.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیري مشال راډيو ته وویل چې په دې برید کې د ملي اردو د تعلیمي او تحصیلي کورسونو ۱۵ کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

دولت وزیري وویل چې دغه ځانمرګی برید د شنبې په ورځ درې نیمې بجې په داسې حال کې شوی چې دا کسان خپلو کورونو ته د تلو په حال کې وو.

د دې خبر تر خپرېدو نه نور مالومات ورکړي شوي او نه هم چا د دې زمه واري منلې ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG