د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا اصلاحات او د ځوانانو غږ


 شوکت عزیز او خالد جان داوړ
شوکت عزیز او خالد جان داوړ

د پاکستان حکومت د قبايلي سيمو په موجوده اييني او انتظامي نظام کې د اصلاحاتو لپاره يوه کميټي جوړه کړې وه کومې چې حکومت ته خپل رپوټ وړاندې کړ.

د یادې کمېټۍ غړو په خپل رپوټ کې ویلي چې د دوی په وینا ، د قبایلي سیمو ډېری وګړي په خیبر پښتونخوا ګډېدل غواړي.

خو بل پلو د قبایلي سیمو خپل قبایلي مشران ، پارلماني استازي او د ملک ګوندونه د فاټا اصلاحاتو په اړه پر دوو برخو وېشلي دي.

یوه غاړه وايي ، قبایلي سیمې د په سم دستي توګه په خیبر پښتونخوا ګډې کړل شي او بله غاړه غوښتنه کوي چې یا دې قبایلي سیمو ته بېله صوبه ورکړل شي او یا دې هم تر هر ډول بدلون وړاندې د ټولپوښتنې له لارې د قبایلي سیمو له ولس څخه وپوښتل شي چې هغوی څه غواړي.

د دواړو دریځونو لپاره د نورو تر څنګ ځوانان هم ډېر فعال دي او غونډې کوي. د مشال راډیو د دې اونۍ په – ځوانانو غږ - خپرونه کې د فاټا سټوډنټس ارګنایزېشن په نامه یو سازمان مشر شوکت عزيز او د جميعت العلما اسلام (ف) ډلې د قبايلي ځوانانو د سامان له مشر خالد جان داوړ سره مرکه شوې ده.

د خپرونې کوربه اسرار عالم مومند له دوی سره پر دې خبرې کړې دي چې د دوی په فکر د قبايلي سیمو ځوانان د خپلې سيمې راتلونکی اييني او انتظامي حېثيت څنګه غواړي؟

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:46:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG