د لاسرسي ځای

تازه خبر

کهرل زاده کثرت رای د فاټا اصلاحاتو لپاره پلی یون کوي


په پاکستان کې د امن لپاره پر پښو ګرځېدونکی کهرل زاده کثرت رای نومي تن د پاکستان له مدني ټولنو سره په ګډه د فاټا اصلاحاتو لپاره له پېښوره تر اسلام اباده پر پښو تګ اعلان کړی دی.

د پنجاب د حافظ اباد اوسېدونکی کهرل زاده کثرت رایوايي ، له دوی سره به د قبایلي سیمو او خېبرپښتونخوا یو شمېر ځوانان هم په دې یون کې ملګري وي.

نوموړي ویلي چې تر اسلام اباده د پلي تګ موخه یې د قبایلو حقونه او د ایف سي ار خاتمه ده.

د نوموړي په وینا د اتوار یا یکشنبې په ورځ سهار به له پېښوره روانېږي او د اکتوبر پر ۲۶مه نېټه به اسلام اباد ته رسېږي.

کهرل زاده کثرت رای مشال راډيو ته وویل ، ایف سي ار یو تور قانون دی او د دې له کبله د قبایلو استحال کېږي نو دوی غواړي چې د دې خاتمه وشي او د پاکستان د نورو برخو غوندې د قبایلي سیمو ولس ته هم خپل حقونه ورکړل شي او دا سیمې په خېبرپښتونخوا ګډې کړل شي.

د پښتونخوا سول سوسايټي نېټ ورک په نامه مدني ټولنې یو چارواکی تیمور کمال وايي ، دوی له کهرل زاده کثرت رای سره په ګډه دا پلی تګ کوي.

تیمور کمال وویل ، دوی به له پېښور تر روانېدو وروسته په پبو او نوښار کې د غونډو وروسته اسلام اباد ته ځي.

په پېښور کې د قبایلي چارو یو پوه او خبریال شمس مومند وايي ، د قبایلي سیمو د ولس لپاره د کارکوونکو داسې کسانو هڅې د ستایلو وړ دي.

کهرل زاده کثرت رای وايي ، د دی د ظلم پرضد د عامه پوهاوي لپاره داسې پر پښو ګرځي. دی وايي ، په ۲۰۱۳م کال کې یې له کراچۍ تر سعودي عربه په ۱۱۷ ورځو کې پر پښو مزل کړی وو.

XS
SM
MD
LG