د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې په بريدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي


لومړۍ بريد د کابل په دشت برچي کې د شيعه ګانو په امام زمان جمات شوی دی او په دويمه حمله کې د غور ولايت يو جمات په نښه شوی دی.

افغان چارواکي وايي، د جمعې په ورځ په کابل او غور کې شويو بريدونو کې ۷۲ کسان وژل شوي دي.

په دواړه حملو کې جماتونه په نښه شوي دي.

لومړۍ بريد د کابل په دشت برچي کې د شيعه ګانو په امام زمان جمات شوی دی او په دويمه حمله کې د غور ولايت يو جمات په نښه شوی دی.

د افغانستان کورنيو چارو وزارت يوه چارواکي ويلي چې د کابل په حمله کې يو ځانمرګی بريدګر هغه وخت ځان والوزولی کله چې د امام زمان په جمات کې خلک د ماښام پر لمانځه د درېدو په حال کې وو.

دده په وينا، په بريد کې ۳۹ وژل شوي او ۴۵ ټپيان شوي دي.

د کابل په حمله کې يو ځانمرګي بريدګر هغه وخت ځان والوزولی کله چې د امام زمان په جمات کې خلک د ماښام پر لمانځه د درېدو په حال کې وو. افغان چارواکی

دويه حمله د غور ولايت په جمات کې شوې ده چې د چارواکو په وينا ځانمرګی بريد دی.

په دې کې ۳۳ کسان وژل شوي او لس ټپيان دي.

يو ځايې چاوراکی وايي، د غور د جمات حمله کې ښايې د وسله والو طالبانو مخالف ځايې قومندان په نښه شوی وي چې د بريد پر وخت هلته وو.

د کابل د حملې ذمه واري داعش منلې ده.

امريکا تازه بریدونو او د تیرې نژدې یوې اونۍ له بریدونو سره یوځای په سختو ټکیو غندلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو د وزارت ویاندې هیتر ناوریت دا بریدونه بزدلانه او بې معنی بللي دي.

دې وویل چې له افغانستان سره د واشنګتن کلکي ژمنې پر خپل حال دي.

ناوریت زیاته کړه چې امريکا د افغانستان د حکومت او خلکو سره ولاړه ده او هڅې به کوي چې په افغانستان کې یوې تلپاتې سولې او روغې جوړې ته لار هواره شي.

د غور د جمات حملې هدف ځايې قومندان وو. افغان چارواکی

اروپایي ټولنې هم تیره شپه په یوې اعلامیې کې له افغانانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

اروپایي ټولنې هغو کورنیو ته چې خپل خپلوان یې د کابل، غور، غزني، کندهار او پکتیا په پیښو کې له لاسه ورکړې دي، تسلیت ویلی دی.

د اروپایي ټولنې په بیان کې راغلې دي چې دا بریدونه به د دوی د ټولنې د هغو هڅو مخه ونه نیسي چې د افغانستان د سولې، ثبات او رغاونې لپاره یې کوي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د جمعې په ورځد دشت برچي او د غور تر پیښو مخکې په کابل کې د وریښمو لار د ښاروالانو په دولسمه غونډه کې د تیرو څو ورځو بریدونه ته په اشارې وویل، هغه ترهګر چې د افغانانو بربادي غواړي خپله له تباهي سره مخامخ دي.

بل لور ته د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه د جمعې په ورځ ويلي، په افغانستان کې د ترهګرو وروستي بریدونه به په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د افغانستان او پاکستان پر هڅو اغیز ونه کړي.

افغان چارواکي وايي، په امام زمان جمات کې بريد هغه مهال وشو چې خلک دماښام لمانځه باندې د درېدوپه حالکې وو.
افغان چارواکي وايي، په امام زمان جمات کې بريد هغه مهال وشو چې خلک دماښام لمانځه باندې د درېدوپه حالکې وو.

افغان سفیر حضرت عمر زاخلیوال بیا په خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي چې د جمعې په ورځ يې د پاکستان د پوځ له مشر او د دې هیواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره ددوه اړخیزو اړیکو او په سیمه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي.

په افغانستان کې د سې شنبې په ورځ د پکتیا په مرکز ګردیز کې تر څلویښتو ډیر کسان چې نیمایي یې ولسي وګړي وو ، ووژل شول.
په همدې ورځ د غزني په اندړو ولسوالي کې د وسله والو برید تر شلو ډیر افغان ځواکونه ووژل او د پنجشنبې په ورځ د کندهار په میوند ولسوالي کې د افغان ځواکونو په پوځي اډې کې تر ۴۰ ډیر سرتیرې ووژل شول

XS
SM
MD
LG