د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د مسلم ليګ ن د مقاومت او مفاهمت تګلاره يو ځای نشي چلېدای"


ځينې کارپوهان وايي، د نواز شريف او کورنۍ پرضد د احتساب عمل له پیل کېدو سره په مسلم لیګ ن کې دننه اختلافات د دې ګوند لپاره په يوه امتحان اوښتي دي.

د پاکستان احتساب عدالت د دې هېواد پخوانی وزيراعظم او د واکمن مسلم ليګ مشر نوازشريف، د هغه لور مريم نواز او زوم کېپټن صفدر په بهر هېوادونو کې په ناقانونه توګه د شتمنيو ساتلو او د هغو له لارې په لندن کې د کورونو اخیستو په مقدمه کې په رسمي توګه تورن کړي دي.

عدالت دا اورېدنې له هغه وروسته پیل کړې کله چې سپريم کورټ د جولايي پر ۲۸ نېټه نواز شريف نا اهله و ګرځاوی او د احتساب ادارې نېب ته يې د هغه او کورنۍ پرضد د پلټنو امر وکړ.

نوازشريف د وزيراعظمۍ له چوکۍ استعفا ورکړه او له هغه را وروسته يې په يو شمېر غونډو او مرکو کې په اشارو کنايو کې د پاکستان پوځ تورن کړی چې د ده پرضد سازش کوي.

شهباز شريف غواړي د مثاليت پسندۍ لاره غوره کړي او غواړي چې نواز شريف پر خپل ځای هغه د ګوند مشر کړي او په راتلونکې کې د وزيراعظمۍ اميدوار هم دی وي. امتياز عالم

د نواز شریف د مرکو او ويناګانو په رڼا کې يو ځل بيا په پاکستان کې د حکومتي نظام چلولو په اړه د ولسي حکومت او پوځ پر رول بحثونه ګرم شول.

خو د دې ترڅنګ خپله په مسلم ليګ نواز ډله کې هم اختلافات راڅرګند شول.

ځينې کارپوهان وايي، د نوازشريف او کورنۍ پرضد د احتساب عمل له پیل کېدو سره په مسلم کې دننه اختلافات د دې ګوند لپاره په يوه امتحان اوښتي دي.

د سياسي چارو پوه امتياز عالم وايي مسلم ليګ ن په ظاهره په دوه ډلو کې تقسيم ښکاري.

د ده په وينا د نواز شريف ورور شهباز شريف غواړي د مثاليت پسندۍ لاره غوره کړي او غواړي چې نواز شريف پر خپل ځای هغه د ګوند مشر کړي او په راتلونکې کې د وزيراعظمۍ اميدوار هم دی وي.

د ده په وينا شهباز شريف فکر کوي چې کله په واک کې راشي نو بيا به له اسټبلشمنټ سره د لانجو هوارولو کوشش وکړي.

په امکاني توګه په دې ګوند کې ډلې ټپلې جوړېدای شي، تقسيمېدای شي او يا امکان دی هغه خلک چې روغه جوړه غواړي خاموشه کښېنې او ووايي چې نوازشريف او مريم نواز پوه شول او پارټۍ يې پوه شوه. مرتضی سولنګي

خو د امتياز عالم په خبره نواز شريف دا نه مني او پر خپله خبره ټينګ ولاړ دی چې دغه جنګ به پر مخ وړي.

ځينې کارپوهان وايي چې تر استعفا ورکولو وروسته نواز شريف خپل هغه نږدې ملګرو ته واک و سپارلی چې د هېواد چارو په چلولو کې د ولسي واکمنی پلويان دي او د کورنیو چارو پخواني وزير چوهدري نثار علي خان په شان مشران چې له پوځ سره ښې اړيکې غواړي، يې يو طرف ته کړل.

خبريال او څېړونکی مرتضی سولنګي وايي چې د نواز شريف او مريم نواز مزاحمتي رويه که هم دغسې دوام ولري نو ښايي دا پر مسلم ليګ ن ناوړه اغېز وکړي.

د ده په وينا په امکاني توګه په دې ګوند کې ډلې ټپلې جوړېدای شي، دا امکان هم شته چې مسلم ليګ ن تقسيم شي او دا هم کېدای شي چې هغه خلک چې روغه جوړه غواړي خاموشه کښېنې او ووايي چې نواز شريف او مريم نواز پوه شول او پارټۍ يې پوه شوه.

د مرتضی سولنګي په وينا، ډېر امکانات کېدای شي چې موږ يې دا وخت په رښتنې بڼه پېشنګويي نه شو کولی البته دا خبره یقيني ده چې مزاحمت او مفاهمت پر يوه وخت يو ځای نه شي چلېدلای.

XS
SM
MD
LG