د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلام اباد قاید اعظم پوهنتون ولې تړل شوی دی؟


قاید اعظم پوهنتون ولې تړل شوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:00 0:00

قاید اعظم پوهنتون ولې تړل شوی؟

د چارشنبې په ورځ د وفاقي تعلیم لپاره د قامي اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ په غونډه کې د قاید اعظم پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر جاوېد اشرف ته ویل شوي چې دا مسله هواره کړي.

په اسلام اباد کې د قاید اعظم پوهنتون زده کونکو احتجاج کړی او وايي چې د پوهنتون انتظاميې د دوی ځینې ملګري له پوهنتونه ايستلي او د دوی فيسونه يې هم زیات کړي.

دوی دا احتجاج د اکتوبر میاشتې له ۴مې نېټې پیل کړې او وايي ، تر هغه وخته به احتجاج کوي چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

احتجاج کوونکي وايي ، د دوی ایستل شوي ملګري دې بېرته پوهنتون ته راولي او د دوی په کلني فیس کې دې هم کمی وکړي او تګ راتګ لپاره دې ورله بسونه زیات کړي.

د یاد پوهنتون یو زده کونکي سفیان شمس وزیر وویل ، د پوهنتون وایس چانسلر د یوې جهګړې په تور کې د دوی ۴۲ ملګري له پوهنتونه ایستلي چې پکې پر ځينو په لنډمهاله توګه بندېز او له ۳۰۰۰۰تر ۵۰۰۰۰ روپۍ جرمانې لګول شوې دي.

نوموړي وویل ، په ۲۰۱۵ م کې وایس چانسلر لوظنامه کړې وه چې څلور کاله به فیس نه زیاتوي د هغې باوجود يې هم ۴۰ فيصده فیس زیات کړ او اوس يې بیا ۱۰ فيصده زیات کړی دی.

سفیان شمس وزیر وویل ، ټول ۹۵۰۰۰ زده کونکي دي او د دې ټولو د تګ راتګ لپاره یوازې ۳۰ بسونه دي.

یو بل زده کونکي ابراهیم سېد مشال راډیو ته وویل چې دوی غریبان دي او دومره فیسونه نه شي ورکولای ځکه چې د پاکستان د نورو پوهنتونوپه پرتلهپه قاید اعظم پوهتنون کې زیات فیس اخستل کېږي.

ده وویل ،له زده کونکو تر یو لک روپۍ فیس اخستل کېږي نو یو غریب به دا څنګه برداشت کړي؟

د چارشنبې په ورځ د وفاقي تعلیم لپاره د قامي اسمبلۍ د قایمه کمېټۍ په غونډه کې د قاید اعظم پوهنتون وایس چانسلر ډاکټر جاوېد اشرف ته ویل شوي چې دا مسله هواره کړي.

د قامي اسمبلۍ غړي ډاکټر عمران خټک مشال راډیو ته وویل ، دوی د چارشنبې په ورځ د یونیورسټۍ وایس چانسلر او د تعلیم وزیر بلیغ الرحمان غونډې ته رابللی وو او هغوی ته يې ویلي چې دا مسله هواره کړي.

دی وايي ، د پوهنتون او تعلیم چارواکو ته ویلي چې د زده کوونکو جایز غوښتنې دي ومني او که بیا هم چا پکې لانجه جوړوله نو د هغوی پرضد دې کاروايي وکړل شي.

د ده په وینا ، د پوهنتون وایس چانسلر په ځواب کې ورته ویلي چې ډېر ژر به پوهنتون خلاص کړي.

XS
SM
MD
LG