د لاسرسي ځای

تازه خبر

نفیس زکریا: لوړپوړی امریکايي پلاوی اسلام اباد ته سفر کوي


نفیس زکریا
نفیس زکریا

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي ، د امریکا یو لوړپوړی پلاوی به په راتلونکو ورځو کې پاکستان ته سفر وکړي.

دا خبره د پاکستان د بهرنیو چارو د دفتر ویاند نفیس زکریا د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د اونېزې خبري غونډې پرمهال کړې ده.

نفیس زکریا د امریکا د دې ممکنه لوړپوړي پلاوي د سفر د نېټې او مهال وېش په اړه نور مالومات نه دي ورکړي.

نوموړي ویلي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ پر موقع د پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پینس ترمنځ ملاقات د ملاقات پر مهال پر دې سلا شوې وه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ به په بېلا بېلو څانګو کې اړیکې مخ په وړاندې وړل کېږي.

د نفیس زکریا په وینا ، له هغه ورسته د امریکا یو لوړپوړي پلاوي هم اسلام اباد ته سفر کړی وو او له یو شمېر پاکستانیو چارواکو سره یې لیده کاته کړي وو.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې وسله والې ډلې د افغانستان له هغو سیمو خپلې هلې ځلې کوي کومې چې د حکومت ترواک لاندې نه دي.

نفیس زکریا دا هم وویل چې د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرو اترو لپاره د څلورو هېوادونو غونډې کیو سي جي د بلې غونډې نېټه به د ټولو په خوښه ټاکل کیږي.

د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې چې امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اګست پر ۲۱مه نېټه پاکستان ته خبرداری ورکړ چې نور پر خاوره د ترهګرو ډلو پټنځایونه له منځه یوسي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته دا خبرداری د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د خپلې نوې تګلارې د اعلان پر وخت ور کړی وو.

پاکستان که څه هم تل دا یوازې تورونه بللي دي خو د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف تېره میاشت امریکا ته د سفر پر مهال وویل ، دا وسله والې ډلې پر پاکستان په خپله بوج دي او پاکستان باید وخت ورکړل شي چې له دې وسله والو ډلو ځان خلاص کړي.

افغانستان او هند پر پاکستان تور پورې کوي چې د دوی ضد ډلو ته یې نه یوازې پرخپله خاوره پټنځایونه ورکړي دي بلکې مرستې هم ورسره کوي.

XS
SM
MD
LG