د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان سوپرلیګ ځېنې سیالۍ په کراچۍ او لاهور کې کېږي


اسلام اباد - د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سېټي وايي، د پاکستان سوپرلیګ ځېنې سیالۍ به په کراچۍ او لاهور کې کوي چې دا به د نړیوالو لوبډلو هغه هېواد ته د ورتګ لار هواره کړي.

سېټي د اکتوبر پر ۱۸مه په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، د پاکستان سوپرلیګ سیالۍ د راتلونکي کال په فبرورۍ کې پیلېږي چې پکې به څلور په کراچۍ او درې به یې په لاهور کې وي.

ده وویل، په کراچۍ کې د امنیت وضعې ښه ساتلو لپاره د پولیسو او د رېنجر ځواک له مشرانو سره ویني او د سېند اعلا وزیر مراد علي شاه ورته د پوره مرستو ډاډ ورکړی.

سېټي وویل چې د کراچۍ د امنیت پلان عملي شي نو بیا به د کرکټ نړیوالې شورا ته ښيي چې په پاکستان کې د نړیوالو لوبو لپاره حالات ساز دي نو ځکه به بیا بهرني لوبغاړي هلته له ورتګه انکار نه کوي.

سېټي وویل، د سریلانکا لوبډله به ژر پاکستان ته ورشي او بیا به د وېسټ انډیز لوبډله هغه هېواد ته ورځي. دی وايي، هڅه کوي چې تر فبرورۍ مخکې درې نړیوالې لوبډلې پاکستان ته ورولي.

په ۲۰۰۹ز کال کې په لاهور کې د سریلانکا پر لوبډلې تر وسله وال برید وروسته، نړیوالې لوبډلې پاکستان ته نه دي ورغلې البته ځېنې لوبغاړي ورغلي ول.

XS
SM
MD
LG