د لاسرسي ځای

تازه خبر

پر فاټا اصلاحاتي راپور څومره عمل شوی دی؟


د قبايلي سيمو د انتظامي اواييني حېثېت د ممکنه بدلون په لړ کې د پاکستاني وزيراعظم شاهد خاقا عباسي په مشری کې د سېشنبې په ورځ شوې غونډه کې د ماليې وزارت ته امر شوی چې د مالي وېش ملي کمېشن کې دې د راتلونکيو لس کلونو لپاره پیسې بېلې کړل شي.

بل خوا د ګل پر ورځ د پاکستان د پارلېمان یوې کمېټۍ هم په خپله غونډه کې اسلام اباد پر ځای د پېښور های کورټ تر فاټا د غځولو منظوري ورکړې ده.

د قانون او انصاف د کمېټۍ دا مسوده به اوس حکومت پارلېمان ته وړاندې کوي.

داچې د فاټا د راتلونکې انتظامي او اييني حېثېت د بدلون په اړه تر اوسه کوم پرمختګونه شوي دي.؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په قامي اسمبلۍ کې د خېبر اېجنسۍ استاذي حاجي شاه جي ګل اپریدي او هم له خېبر اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حميدالله جان اپريدي سره څېړل شوې دي.

د فاټا حېثېت بدلون په لړ کې څومره پرمختګ شوی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:11 0:00

XS
SM
MD
LG