د لاسرسي ځای

خوست - د سېشنبې پر ورځ ناوخته په خوست کې د حیدرخېلو او د ورزې لیونخېلو تر منځ په قومي څړځایونو ۳۰ کلنه لانجه په اساسي ډول حل او فیصله يې د ټاکلي کمیسیون لخوا جانبینو ته اعلان شوه.

پر دې لانجه درې ځلې وسلوالې قومي جګړې شوي، چې د دواړو لورو په کې ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د افغان ولسمشر د یو ځانګړي فرمان له مخې په خوست کې د قومي لانجو او دعوو د حل لپاره د سویل ختیز زون د شپږو ولایتونو له مخورو مشرانو یو باصلاحیته پلاوی ټاکلی چې له نږدې یوې میاشتې راهیسې په خوست کې دقومي لانجو په څيړلو او حلولو لګیا دی.

په خوست کې د قومي دعوو او لانجو د حل لپاره د افغان ولسمشر لخوا ځانګړی کمیسیون وتوانید، چې له ډېرو هڅو او پرلپسې جرګو او سلا مشورو وروسته د حیدرخېلو قوم او د ورزې لیونخېلو تر منځ د قومي ځمکو پر سر دېرش کلنه لانجه د دواړو خواوو په رضایت حل او د سې شنبې ورځې ناوخته يې د دعوې په سیمه کې د روغې فیصله اعلان کړي.

د یادې دعوې او لانجې د موظف کمیسیون یو تن غړي نواب امیرزي مشال راډیو ته وویل، چې د جرګې په غړو کې اخلاص او رښتیولي موجوده وه، نو ځکه وتوانیدل چې دې لانجې ته حل لاره پیدا کړي.

ښاغلي امیرزي له ځايي چارواکو او افغان ولسمشر مننه وکړه، چې په خوست کې د قومي لانجو اساسي حل ته يې توجه کړې ده.

نواب امیرزي زیاته کړه:

((د حیدرخېلو او لېونخېلو د قومي لانجې د حل لپاره موږ وټاکل شو، زموږ کمیسیون وکولای شول چې د درېیو اونیو په موده کې دې لانجې ته د پای ټکی کېږدو او په نوې عنعناتو چې پدې کې د جرګې لخوا نه د دواړو لورو څخه ډوډۍ خوړل شوې ده او نه ترې خلات او پیسې اخیستل شوي دي، موږ داسې یو اساس کېښود چې نور قومونه هم لدې لارې استفاده وکړي او خپلې ستونزې حل کړي، موږ اول د رييس جمهور او بیا د خوست والي صیب څخه مننه کوو، چې ددې مسالو حل کولو ته متوجه شوي دي او موږ به هڅه کوو، چې نورو دا ډول ستونزو ته هم د پای ټکی کېږدو.))

​د خوست یو تن قومي مشر وکیل امیرخان صبري پدې خوشالي څرګنده کړه، چې د ټاکلي کمیسیون په هڅو یوه داسې لانجه حل شوه، چې مرګونه، ژوبلې او تاوانونه په کې شوي ول :

((دا یوه د خوشالۍ ورځ ده چې په خوست کې دا غټه مساله حل شوه، پدې ډېر مرګونه، ژوبلې او تکلیفونه پرې شوي ول، ډېر مصرفونه پرې شوي ول، نن یوه بختوره ورځ ده چې دا مساله بنیادي حل شوه.))

د ورزي لیونخېلو او حیدرخيلو قوم د لانجې د حل کمیسیون مشر حاجي داود ځاځي هیله څرګنده کړه چې په خوست کې د دې لانجې په شان نورې قومي دعوې هم حل و فصل شي:

((الحمدالله دواړو جانبو په ډېرې خوشالۍ دا پریکړه او فیصله ومنله او موږ د دوی ټولو نه ډېره مننه کوو هم د ولایت نه، هم د امنیتي ارګانونو نه او هم د رييس جمهور نه چې د دې مسالو حل ته يې د روغې جوړې او سولې اراده کړې ده، تر څو ټولو قومي لانجو ته د پای ټکی کېښودل شي.))

خوست چې لږې هوارې او ډېرې غریزې سیمې لري، له یوې پیړۍ راهیسې په کې د لسګونو کلیو او قومونو تر منځ په دښتو، غرونو او څړځایونو باندې دعوې او لانجې موجودې دي.

که څه هم دا دعوې او لانجې په ځلونو په وسلوالو نښتو بدلې شوي، خو چارواکو پدې وروستیو کې انديښنه څرګنده کړې، چې اوس دې لانجو ته د یو شمېر بهرنیو کړیو لاسونه هم رسیدلي دي.

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

تفصیل...
XS
SM
MD
LG