د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جلال اباد ښار کې تفریحي پارکونه جوړېږي


په جلال اباد ښار کې د څه باندې درې سوه پنځوس زرو ډالرو په ارزښتد درېيو پارکونو د جوړېدو چارې پیل شوې. په دغو پارکونو کې يو هم د ښځو په بڼ کې جوړېږي چېرته چېدوه سوه ښځې د لاسي مصنوعاتو په برخه کې زده کړې کوي.

د يو این هبیتات نړيوالې موسسې او ښاروالۍ په ګډه همکارۍ د جلال اباد ښار په بېلابېلو برخو کې د ښار اوسېدونکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه پارکونو جوړېږي.

په دغو پارکونو څخه يو هم د ښځو په باغ کې جوړېږي چې د بنسټ ډبره يې د دوشنبې یا ګل په ورځ د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل کېښوده. نوموړي په دې موقع خبريالانو سره په خبرو کې وویل:

(( زموږ لومړی پارک د ښځو په بڼ کې دی. دوه پارکونه نور چې د همدې پارک سره يو ځای يې کارونه افتتاح شول، د ۳۵۵۰۰۰۰ ډالر به پرې ولګول شي او په دې کې به ۲۷۰ تنو ته د کار زمینه برابره شي.))

د جلال اباد مرستيال ښاروال انجېنر حکم الدين عمرخېل وايي چې د دوی د څارنې ګروپ مکلف دی چې له پروژو نه څارنه وکړي.

(( د پارکونو دغه پروژې چې د ښاروالۍ او مرسته کوونکې موسسې لخوا په دغه بڼ او د ښار په نورو برخو کې پیلېږي، په دې کې زموږ د نظارت رول هم شته، په دې پروژو کې برخه اخيستنه هم لرو، دا پروژې به د همغه محتویاتو سره کومې چې په پروزل کې وړاندې شوې او دلته ورته اړتیا ده، همغسې به تر سره کېږي.))
دی وايي چې په دې پروژو کې دېرش سلنه لګښت ښاروالۍ ورکوي، پينځلس سلنه په کې د سيمې خلک او پاتې لګښت پرې د يو این هبیتاب نړیواله موسسه کوي.

د ننګرهار د ښځو چارو ریاست مشره انیسه عمراني وايي چې له دغه پارک څخه به ښځې په بېلابېلو مناسبتونو کې ګټه پورته کوي.

(( مخکې د ښځو لپاره داسې ځانګړی پارک نه و، دا چې د ښځو دا خپل پارک دی، دوی کولای شي چې خپلې د خوشالۍ ورځې، د اخترونو ورځې، د نوروز ورځې، د مېلې ورځې، د ماشومانو لپاره چې کومې کلېزې نيول کيږي او یا دا چې د څلوېښتۍ جشن يې وي، په کې ونمانځي. څنګه چې يې له نوم نه معلومېږي، دا يوازې د ښځو لپاره ځانګړی شوی پارک دی، دلته به يوازې ښځې او د هغوی ماشومان راځي، ټکټ باندې به پارک ته ورځي او څومره عواید چې ترې لاس ته راځي، هغه به د دولت بوديجې ته سپارل کېږي.))

دی وايي چې د ښځو په بڼ کې تر دوه سوه پورې ښځې په د لاسي مصنوعاتو په برخه کې زده کړې کوي چې په نېږدې راتلونکي کې به د دوی لاسي مصنوعاتو ته د باغ دننه د مارکېټ لپاره ودانۍ هم جوړوي.

XS
SM
MD
LG