د لاسرسي ځای

تازه خبر

په موټر بم بریدونو کې د پکتیا د امنیه قوماندان په ګډون۱۰تنه ووژل شول


د سې شنبې په ورځ د پکتیا پر امنیه قوماندانۍ په شویو دوو ځانمرګو بریدونو کې د پکتیا د امنیه قوماندان مل پاسوال توریالی عبدیاني په ګډون لس تنه وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د پکتیا د ولایت مقام له رسنیز دفتر څخه مشال راډیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د پيښې ډېری وژل شوي او ټپیان ملکي وګړي دي، چې امنیه قوماندانی ته د پاسپورټونو او تذکرو د اخیستلو لپاره ورغلي ول.

په خبر پاڼه کې زیاته شوې چې د یادو بریدونو په ټپيانو کې لس تنه د پکتیا پوهنتون محصلانې هم دي چې په لیلیه کې زخمي شوي دي.

د پکتیا د ولایت مقام په خبرپاڼه کې راغلي چې تر دې دمه شپږ تنه وسله وال بریدګر له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي او پاتې نور چې شمېر یې لا څرګند نه دی، له امنیتي ځواکونو سره په جګړهبوخت دي.

د پيښې ساحه د افغان امنیتي ځواکونو لخوا کلابنده ده.

بلخوا طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استول شویو خبرپاڼو کې د بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی او ادعا يې کړې، چې پدې بریدونو کې يې ګڼو افغان سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

یاده دې وي، پوره څلور میاشتې وړاندې هم د پکتیا په امنیه قوماندان او د پولیسو په سپین غر زون په ورته توګه دوه موټر بم حملې شوې وې.

XS
SM
MD
LG