د لاسرسي ځای

د پاکستان او سري لنکا لوبډلو ترمېنځه د شل اوريز (ټي ټونټي) سيريز اخرې مېچ به په لاهور کې کېږي.

د پاکستان سرکاري راډيو وايي چې سري لنکا کرکټ بورډ اعلان کړې چې ټيم به يې د پاکستان پرضد د شل اووريز مېچونو سيريز درېمې او اخري لوبې لپاره لاهور ته ځي کوم چې به په ۲۹ اکتوبر لوبېږي.

د پاکستان او سري لنکا ترمېنځه دا مهال په متحده عرب اماراتو کې ېو ورځنۍ لوبې روانې دي او تيره ورځ پاکستان سري لنکا ته په دوېم ېو ورځنۍ لوبه کې هم ماتي ورکړه،

پاکستاني مطبوعاتو ترمخه چې د ګل پر ورځ د سري لنکا کرکټ بورډ په غونډه کې د دورې منظوري ورکړې شوه او د ياد بورډ سلېکشن کمېټي به نن د نهې پر ورځ د ابتدايي ۲۲ لوبغاړو نومونه اعلانوي.

د ذکر ده چې په ۲۰۰۹م کال کې په لاهور کې د سري لنکا په کرکټ لوبډلې بريد شوې و د کوم ورستو چې د ياد ټيم به دا لومړې مېچ وي چې پر پاکستان کې لوبېږي.

خو د پاکستان کرکټ ټيم پخواني کپتان شاهد خان اپريدې تيره ورځ په لاهور کې مطبوعاتو ته وويل پاکستان کرکټ بورډ له پکار دي چې د لاهور سره سره د ملک په نورو ښارونو کې دې هم مېچونه وکړي.

د نوموړي وينا وه دا ښه خبره ده چې اخري شل اوريزه لوبه په پاکستان کې لوبېږي خو کرکټ بورډ دې صرف د لاهور پرځايې ملتان، کراچۍ، پنډۍ او داسې نورو ښارونو کې هم د مېچونو کولو په باره کې سوچ وکړي ځکه چې نړۍ ته صرف دا نه دي ښودل چې په لاهور کې حالات ښه دي بلکه دا ښودل پکار دي چې د پاکستان په هره سيمه کې لوبه کيدلې شي او هيله مند ېم چې د سري لنکا ټيم ټول لوبغاړي به پاکستان ته راځي.

د سري لنکا ټيم دا دوره د پاکستان کرکټ لپاره څومره ارزښت لري او ايا دا به په پاکستان د نړيوال کرکټ بندې دروازې خلاصې کړي او کنه، د پاکستان کرکټ ټيم پخوانې لوبغاړې رفعت الله مومند وايي چې په ۲۰۰۹م کال کې بريد د سري لنکا په لوبډله شوی وو او اوس د هغوي راتللو سره به نړۍ ته دا پېغام ولاړ شي چې په کومه لوبډله بريد شوی وو هغه پاکستان ته ورتللی شي نو دا هېواد د لوبو لپاره يو پرامنه ملک دی.

د يادونې ده چې د سپتمبر په مياشت کې د کرکټ نړيوالې لوبډلې (ورلډ الېون) او پاکستان قامي لوبډلې ترمنځ په لاهور کې د ازادي کپ په نوم درې (۳) نړيوال شل اوويزه مېچونه شوي وو کوم چې پاکستان په دوه ېو (۲ـــ ۱) سره په خپل نوم کړې وې.

XS
SM
MD
LG