د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار والي په دور بابا کې پرمختیايي پروژې پرانیستې


والي ګلاب منګل په دور بابا کې پرمختیايي پروژې پرانیزي
والي ګلاب منګل په دور بابا کې پرمختیايي پروژې پرانیزي

جلال اباد - د یکشنبې پر ورځ، د ننګرهار والي له يو شمېر اداري چارواکو سره د دور بابا سرحدي ولسوالۍ ته ورغلی وو او هلته يې له خلکو سره د پرمختیايي او رغاونیزو پروژو د پلي کېدو ژمنې وکړې.

د ننګرهار په دور بابا کې په تېرو کلونو کې نه پرمختیايي پروژې پیل شوي او نه پکې رغاونيز کارونه شوي دي.

خو د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سيمې له خلکو سره ژمنه وکړه چې په روان کال کې به په دور بابا کې يو شمېر پرمختيايي او رغاونیزې پروژې پیل شي:

((دا چې دور بابا د سولې ولسوالي ده خو له بده مرغه تر اوسه داسې رغاونیز کارونه یا د پرمختیايي کارونه چې باید شوي وو، نه دي شوي. د دغه ولسوالۍ سړک تر اوسه پورې خام دی او هغه هم ډېر خراب دی. په دې سفر کې ما خلکو ته وعده ورکړه چې دغه ولسوالۍ ته د غځېدلی سړک لومړۍ مرحله به په نېږدې ورځو کې پیلېږي چې هغه به ۱۲،۵ کیلو میټره وي. دې ولسوالۍ کلینیک ته مو ارتقا ورکړه چې تر دې وروسته به ۱۰ بسترونه ولري.))

دی وايي چې د دور بابا ولسوالۍ د خلکو ټول بنیادي ضرورتونه به پوره کوي او دغلته به د کرنې او مالدارۍ په برخه کې هم يو شمېر پروژې پيل کړي.

د دوربابا ولسوالۍ يو تن قومي مشر ملک رڼاګل وايي، چارواکو ورسره تل وعدې کړي خو يوه يې هم عملي کړې نه ده: ((دغه شان وعدې له موږ سره ډېرو والیانو کړي دي. الله دې وکړي چې دا وعدې د نورو په شان نه وي، سړکونه موږ ته جوړ شي، مکتبونه او جامع جوماتونو زموږ جوړ شي، د څښاک پاکې اوبه پيدا شي، استنادي دیوالونه جوړ شي.))

دور بابا یو له هغو ولسواليو څخه ده چې له تېرو څو کلونو راهيسې د سيمې خلکو خپل امنيت خپله ټینګ کړی.

XS
SM
MD
LG