د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: عدالت د پروېز مشرف د نیولو امر کړی


پروېز مشرف
پروېز مشرف

اسلام اباد - په پاکستان کې د ترهګرۍ ضد عدالت د پخواني پوځي واکمن او سرلښکر جنرال پروېز مشرف د نیولو حکم کړی او امر یې کړی چې که هر چېرته ولیدل شو نو عدالت ته دې وړاندې کړل شي.

ښاغلی مشرف د ۲۰۱۶ م کال په مارچ میاشت کې وروسته له هغې له پاکستانه دوبۍ ته ولاړ چې نوم یې د ممنوع الخروج لیست څخه وویستل شو.دی د درملنې به پلمه له پاکستانه وتلی و چې تر هغې وروسته بیا بیرته وطن ته ستون شوی نه دی.

په اسلام اباد کې د ترهګرۍ خلاف ځانګړي عدالت د خالي په ورځ د پخوانیو قاضیانو د نظر بندۍ په مقدمه کې د لسو لکو روپو د ضمانتي بانډونو د ضبط کولو په قضیه کې د نوموړي د نیولو امر وکړ. عدالت پولیسو ته ویلي چې پروېز مشرف دې ونیسي او عدالت ته دې وړاندې کړي.

قانون پوه او مدافع وکیل شهاب الدین د عدالت د دغې پرېکړې په اړه مشال راډیو ته وویل، عدالت څو څو وارې پروېز مشرف ته امر کړی چې حاضر دې شي خو دا چې نوموړی د عدالت په پرېکړه عمل نه کوي نو ځکه یې د دایمي ګرفتارۍ حکم جاري شوی دی.

په پېښور کې د قانوني چارو یو بل پوه نورعالم خان بیا وايي پروېز مشرف د عدالت د حکم پر اساس حاضري نه ورکوي نو له وجې یې د ملک جمهوریت ته تاوان رسیږي او دا کار د عدالت د توهین په مانا هم دی. نوموړی زیاتوي په پاکستان کې غریب او بې وسه خلک په وړو وړو مقدمو کې تر کلونو کلونو پورې د عدالتونو چکرې وهي خو د پرويز مشرف په شان خلک د قانون سره لوبې کوي.

د روان کال د فرورۍ په میاشت کې هم د اسلام اباد خصوصي عدالت د پخوانۍ وزیراعظمې بې نظیر بوټو د وژنې په مقدمه کې پروېزمشرف اشتهاري ګرځولی و او د هغه د نیولو حکم يې جاري کړی و. هغه مهال د مشرف وینا وه چې دې به پاکستان ته ځي او پر ضد یې د جوړو شویو مقدمو مقابله به کوي.

XS
SM
MD
LG