د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کاناډايي کورنۍ خوشي کېده څه پېغام لري؟


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن او د هغه پاکستانی سیال خواجه اصف
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن او د هغه پاکستانی سیال خواجه اصف

په کرمهکې کاناډايي کورنۍ پر داسې وخت راخلاصه شوه چې د امریکا یو لوړپوړی حکومتي پلاوی د پاکستان په سفر وو. په دې پلاوي کې د سپينې ماڼۍ ، د امریکا د بهرنیو او د دفاع وزارتونو مهم چارواکي شامل وو.

دا امریکايي چارواکي په داسې وخت کې پاکستان ته تللي وو چې د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې په عادي حالت کې نه دي.

ډېرو شننونکو انګېرله چې امریکاي پلاوی به پاکستانته د ترهګرۍ ضد ګامونو په اړه سخت پېغام ولري.

په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې مشر اعجاز خټک وايي، پاکستان د امریکايي مېرمنې او د هغه د کاناډايي خاوند او بچیو په را خوشي کولو امریکا ته یوه اشاره ورکړه چې ورسره مرستې کولو ته تیار دی.

د اعجاز خټک په وینا ، د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اداره به پر دې سربېره هم د پاکستان له خوا د ترهګرۍ پر ضد ګامونه څاري.

نوموړي وویل ، “ ډونلډ ټرمپ پر افغانستان د خپلې پالیسۍ بیان ورکړ چې پکې یې سختې خبرې وکړې. اوس چې دا کار وشو، تر هغې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر امریکا ته ولاړ او هغه چارواکي پاکستان ته لاړل او خبرې اترې وشوې. داسې ښکاري چې د دوی تر منځ باهمي موافقه وشوه او د بالکل ماتېدو خبره پاتې شوه. زه به ووایم چې معامله حل نه شوه خو و ځنډېده. امریکا او نړۍ به بیا هم دا ګوري چې پاکستان دا عمل او د ترهګرۍ خلاف جګړه کې مرسته نور څومره مخکې بوځي.

د پاکستان او امریکا تر منځ په اړیکو کې کړکېچ تر هغې وروسته زیات شو کله چې د اګست پر ۲۱مه امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د افغانستان او سیمې په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر دې مهال په وینا کې پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د وسله والو له ملاتړه لاس واخلي خو پاکستان د تېر په څېر دا تورونه رد کړل.

پخوانی سفارتکار ایاز وزیر وايي پاکستان تر فشار لاندې دا ګام اخیتسی دی او په ورو ورو لهداسې ګامونو سره به امریکا ته د خپلې ریښتینې همکارۍ باور ورکوي.

ایاز وزیر وویل ، “زما په خیال امریکا ته دا احساس وشو چې په تورونو لګولو معامله نه حل کیږي. دا ښه خبره ده چې دا کسان راخلاص شول. دغه رنګ ګامونه چې اخلي نو ورسره اړیکې ښه کیږي”.

په افغانستان کې د پاکستان پخوانی سفیر رستم شاه مومند وايي ، د افغانستان په اړه د دواړو هیوادونوتر منځ بنیادي مسلې پر ځای دي خو له دې ګام سره به د دواړو هیوادونو تر منځ په اعتماد سازۍ کې مرسته وشي.

رستم شاه مومند وویل ، “ زه فکر کوم چې د ټرمپ د انتظامیې لپاره دا ډېره لویه کامیابي ده او ټرمپ دا ویلاي شي چې کوم کار اوباما په څو کلونو کې و نه کړای شو، د هغه انتظامیې په یو کال کې وکړ. له دې د پاکستان او امریکا تر منځ د اړیکو لپاره نوې لارې خلاصېدای شي”.

په پاکستان کې کارپوه پخوانی لیفټیننټ جنرل طلعت مسعود وايي دواړه هیوادونه د یوبل په ارزښت خبر دي.

د طلعت مسعود په وینا ، پاکستان امریکا له پامه نشي غورځولای او امریکا هم د افغانستان په معامله کې پاکستان مهم ګڼي.

نوموړي زیاته کړه چې ، یو نوی سوچ ضرور مخې ته را روان دی او دې ته به کتل وي چې په افغانستان کې د امریکا پالیسي او د پاکستان تګلاره په کومه طریقه هم غږې کیدای شي.

طلعت مسعود وویل چې که داسې ونه شو نو دا کیدای شي چې په راتلونکي کې د دواړو تر منځ د تلخۍ سبب شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف واشنګټن ته په خپل وروستي سفر کې ویلي وو چې هیواد یېد ولسمشر ټرمپ له انتظامیې سره پوره همکارۍ ته تیار دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ ویلي چې د دواړو هیوادونو تر منځ د اعلی کچې ملاقاتونه،د دوی خواهش څرګندوي چې له یو بل سره په مختلفو سطحو دوه اړخیز تعلقات برقرار ساتل غواړي.

XS
SM
MD
LG