د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تریتمو کسانو راپور په نومبر کې خپروو. جسټس جاوېد اقبال


د پاکستان د لادرکه شوي کسانو د تحقيقاتي کمېشن او د قامي احتساب ادارې مشر جسټس رېټايرډ جاوېد اقبال ويلي دي چې د لا درکه کسانو په اړه رپورټ به د نومبر په مياشت کې وړاندې کوي.

د چارشنبې په ورځ د سېنېټ د بشري حقونو قايمه کمېټۍ غونډې ته جسټس رېټايرډ جاوېد اقبال د کمېشن انکوايرۍ رپورټ په اړه ووېل چې له ۲۰۱۱م کاله بیا تر اوسه ۴۳۲۹ کساننومونه د تریتمو یا ورکو په نوملړ کې دي.

د نوموړي په وينا په دې کې تر درو زرو پورې کېسونه هوار شوي دي.

د اقبال په وینا د پخواني ولسمشر جنرل پروېز مشرف په دور کې د ترهګرۍ په تور څلور زره کسان بهرنیانو ته سپارل شوي دي.

د سېنېټ بشري حقونو قايمه کمېټۍ مشرې نسرين جليل په دې اړه مشال راډيو ته وویل دوی غواړي د هغه خلکو په اړه ورسره مالومات شريک کړل شي چې په زوره ورک کړل شوي دي او ذمه وارو کسانو ته يې سزاګانې ورکړل شي: "موږ دا غوښتنه کړې ده چې موږ ته دې شمېره راکړي چې د دې کېسونو مقدمې تر عدالتونو تللې دي او که نه، بل دا چې کمېشن له پکار ده چې زمه وارۍ وټاکي مثلا دا چې کوم تن څوک بوځې او هاغه بيا واپس راشي نو هاغه دې بيا معلومه کړي چې دا چا بوتلی وو. دا دې هم امر وکړی چې په هر کېس کې مقدمه درجکېږي ځکه چې موږ اوس د ترکي استاد دکورنۍ بې درکه کېدو کېس کې وکتل چې ايف آئي آر يې نه وو درج شوی،بل دا چې دې خلکو سره دې مرستې وکړې شي او دټولو مهمه خبره ،چې داسې يو قانون دې جوړ کړي شي چې په زوره بې درکه کول پکې جرم وګڼل شي نو داسې به بيا د چا همت نه وي چې څوک اوچتوي يا بې درکه کړي."

د بلوچستان د لادرکه کړل شويو کسانو په اړه جسټس جاوېد اقبال وويل چې د بلوچستان د لادرکه کړل شویو کسانو په باب د ماما قدېر بلوڅ مالومات ناسم دي.

خو له مشال راډيو سره په خبرو کې ماما قدير وويل چې په بلوچستان کې ۳۵ زره کسان بې درکه دي او د ټولو تفصيل لري. ''زه جسټس جاويډ اقبال ته وايم چې ته کله راغلې يا ما غوښتی يې يا دې زه غوښتی يم او زه نه يم ورغلی، يا مو ورته فهرست نه وي ښکاره کړی. لږ تر لږه مېډيا خو له دوی سره وي، ماته دې ووايي چې د کومې مېډيا مخکې هغه له ما سره مېلاو شوی. زه جسټس صيب ته دا وايم چې ته له ما سره ووينه. زه به يې له يوې يوې کورنۍ سره میلاو کړم چې د هغوی کسان بې درکه دي او که نه يا وژل شوي دي او که نه.''

د لادرکه کړل شوو کسانو په اړه د تحقيقاتو په غرض په ۲۰۱۱ م کې يو کمېشن جوړ کړل شوی وو چې د جسټس جاويد اقبال په مشرۍ يې پلټنې مکمل کړي دي خو د کمېشن راپور لا هم مخې ته نه دې راوړل شوې.

XS
SM
MD
LG