د لاسرسي ځای

تازه خبر

باجوه: امنيت له ښه اقتصاد سره تړلی دی


د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه ويلي چې د معيشت تعلق د ژوند له هرې څانګې سره دی او هم پياوړی معيشت د بدو حالاتو ښه مقابله کولی شي.

د نوموړي په وينا چې پاکستان مخ پر وړاندې روان دی خو قرضې هم ډېرې زياتې دي، که چرې پاکستان په رښتيني معنو له بهرنۍ مرستو ځان خلاصول غواړي نو ناخالصه ملي پیداوار یا جي ډي پي او د ټېکس ترلاسه کولو کچه به زياتول وي.

په کراچۍ کې د معيشت او سلامتيا تر سرلیک لاندې يوې غونډې ته د وينا پرمهال د پوځ مشر جنرال قمرجاوېد باجوه وويل چې د ښه امنيت له کبله مالداره هېوادونه هم د يرغل ښکار شي چې لويه بېلګه يې د عراق پر کویت حمله ده.

د پوځ او مرکزي اېوان صنعت او تجارت په ګډه راجوړې غونډې ته د پوځ مشر ويلي چې د ښه راتلونکي لپاره ګرانې پرېکړې کول وي، مالي چارې به د اصولو مطابق جوړول وي او په معاشي پاليسيو کې به تسلسل پرځای ساتل وي.

جنرال قمرجاوېد باجوه وويل چې پاکستان د نړۍ تر ټولو بې ثباته منطقه کې موجود دی او د دښمنان هم پاکستان ناکامه کول غواړي.په ختيځ كښې هند او لويديځ كښې بې ثباته افغانستان دی دا منطقه د تاريخي ستونزو او منفي سياليو کې ښکېل پاتې شوې.

"مونږ د خپلې لويديځې پولې د سفارتي، پوځي او اقتصادي ګامونو له لارې پرامنه ساتلوپه لړ کې سنجیدہ او كوټلې هڅې كوو"

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ په اړه د پوځ مشر وويل چې دا منصوبه د پاکستان د خلکو راتلونکی دی، پر دې به هېڅ جوړجاړی يا سمجهوته نه کوي. سي پېک د پاکستان د قامي ګټې منصوبه ده، که څه هم د دې پرضد اوازونو کې تېزوالی ښکاري خو دوي به پرې هېڅ سمجهوته نه کوي.

د جنرل قمرجاوېد باجوه د وينا په اړه د نړيوال اسلامي پوهنتون د اقتصاد د څانګې استاذ ډاکټر معراج الحق وايي چې د پوځ مشر سمه خبره کړې خو د امنيت سره سره په ملک کې سياسي ثبات هم د معاشي پرمختګ لپاره ډېر ضروري دی.

ډاکټرمعراج الحق زياتوي "که څوک غواړي چې د جي ډي پي زياتوالی مخ پر وړاندې لاړ شي،د ټېکس اخستلو کچه سېوا شي نو د هغې لپاره ضروري ده چې امنيتي حالات سم وي، سياسي ثبات وي. که حالات سم وي نو خپل سرمايه کار او بهرني سرمايه کار دواړه به بې له څه ويرې راځي او پېسې به په دې ملک کې لګوي"

په کراچۍ کې د کراچۍ په اړه جنرال قمرجاوېد باجوه وويل چې د ملک دښمنان په کراچۍ کې د جګړو پېدا کولو له لارې په هېواد کې بې ثباتي راولي خو د کراچۍ د امن لپاره لوی محنت شوی دی، چې چا هم د رياست واک نه منلو هغوي ته ماتې ورکړل شوې د کوم وروستو چې په دې ښار کې اقتصادي فعاليتونه پرځای شوي دي.

د ترهه ګرۍ پرضد قامي تګلاره يا نېشنل اېکشن پلان په اړه د پوځ مشر وويل چې دا عملي کولو لپاره د هڅو ضرورت دی.

نوموړي د مدرسو پر اصلاحاتو هم ټينګار کړی او ويلي چې مدرسې بايد خپل زده کوونکي د دې وړ جوړ کړي چې هغوي د دې ټولنې ګټه ور وګړي وګرځي او په هېڅ يو مېدان کې وروستو پاتې نه شي.

XS
SM
MD
LG