د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا او خوست کې د انسټیټوټ ودانیو پرانستنې او بشپړېدنې


Afghanistan: Khost education institute new building. 11OCT2017
Afghanistan: Khost education institute new building. 11OCT2017

د پکتیکا په مرکز ښرنه کې د ادارې او حسابداری انسټيټوټ لپاره د نوې دوه پوړیزې ودانۍ د جوړولو کار د افغانستان د حکومت له پرمختیايي بودجې څخه د اتلس نیم میلیونه افغانیو په لګښت پیل شو.

بلخوا په خوست کې د کرنې او وترنری انسټیټوټ لپاره د جرمني هېواد په مرسته د ۴۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې وداني او کرنیز تحقیقاتي فارم پرانیستل شول.

د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت په مرکز ښرنه کې د اداري او حسابدارۍ انسټیټوټ لپاره د نوې ودانۍ د جوړولو د بنسټ ډبرې د کېښودو په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې د دې ودانۍ په جوړیدو سره به محصلانو ته د عملي او نظري زده کړو مناسب شرایط برابر شي.

ده وویل، پخوا یاد انسټیټوت په یو کرایي ځای کې فعالیت لاره، چې د وسایلو او امکاناتو له اړخه يې د یوې ښوونیزې مسلکي ادارېاسانتیاوې نه درلودې.

د پکتیکا والي زیاتوي، د دې مسلکي انسټیټوټ په جوړولو چې اتلس میلیونه او څلوېښت زره افغانۍ لګښت کیږي، چارې به یې د یو کال په موده کې سرته ورسیږي.

الیاس وحدت وویل، په نږدې راتلونکې کې افغان ولسمشر یاد ولایت ته رسمي سفر لري او په پکتیکا کې به د یوې شمېر نویو پروژو د پیل اعلان وکړي.

د پکتیکا د پوهنې سرپرست رییس کریم اتل وال وایي، پدې هڅه کې دي، تر څو د یاد پراخ ولایت د زونونو په مرکزونو کې هم دا ډول انسټیټونه فعال کړي، تر څو اطرافي ځوانانو ته د دوی په نږدې محلاتو کې د مسلکي زده کړو زمینې برابرې شي.

نوموړي د پوهنې د وزارت هیله وکړه، چې د جوړیدونکې ودانۍ تر څنګ انسټیټيوټ ته د لیلیې وداني هم په پلان کې ونیسي.

کریم اتل وال زیاتوي:

((دوی ته باید د لیلیې وداني هم جوړه شي، ځکه ځينې محصلان مو له ولسوالیو راځي، همدارنګه د دې برنامې په چوکاټ کې زموږ په ولسوالیو کې هم دا ډول مسلکي ادارو ډېر ضرورت احساسیږي، لږ تر لږه باید د ولسوالیو په زونونو کې موږ ته دا ډول تعمیرونه جوړ شي.))

بلخوا د پکتیکا په ګاونډ خوست کې همد کرنې او وترنری انسټیټوټ لپاره نوې دوه پوړه وداني او د کرنې د برخې څېړنیز فارم له جوړولو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

یاده وداني چې د المان هېواد په مالي مرسته د ۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېیو کلونو په موده کې جوړه شوې، د کرنې د برخې د زده کوونکو لپاره د نظري او عملي زده کړو ټولې اسانتیاوې لري.

د انسټیټوټ په انګړ کې یو کرنیز تحقیقاتي فارم، قوريې، مجهز لابراتور او شنې خونې هم جوړې شوي دي.

خوست والي حکم خان حبیبي د کرنې او وترنری لپاره د نويو ودانیو جوړول د خوست په پوهنیز ډګر کې یو ښه پرمختګ بللی دی.

XS
SM
MD
LG