د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د باکستانیو پارلماني استازيو بدناموونکيو پرضد به کاروايي کېږي'


د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباشي
د پاکستان وزیر اعظم شاهد خاقان عباشي

د ګل په ماښام قامي اسمبلۍ ته د پاکستان وزیراعظم ویلي چې د پارلمان ۳۷ غړیو له ناقانونه ګرځول شویو تنظیمونو سره په رابطو د تور لګونکیو پرضد به کاروایي کېږي.

څو ورځې وړاندې د پاکستان په یو پرایوېټ ټيلي ويژن د ای بي یو دستاوېز مخې ته راوړی وو چې پکې د ځینو وفاقي وزیرانو او سېنېټرانو په حواله ویلي شوي ول چې د هغوی له ناقانونه ګرځول شوو ډلو سره تعلق دی.

وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په وینا چې یو پرایوېټ ټیليویژن د قامي اسمبلۍ غړي بدنامولو لپاره یو خط ښودلی و چې جعلي وو او د استخباراتي ادارې ای بي لخوا هم رد کړی شوی وو.

''موږ ای بي ته هم هدایت کړی چې د دې جعلي دستاوېز پرضد یو ایف ای ار درج کړی ځکه چې ای بي د ملک یوه حساسه اداره ده او پر نوم یې یو جعلي دستاوېز مخې ته راوړی شو او هغه خپور کړل شوی. دا اېف ای ار درج کړ شوی دی، پلټنې یې روانې دي چې د کوم مقصد لپاره دا خبره خپره کړې شوه. چې کله په داسې قسمه څیزونو د اسمبلۍ سپکاوی کېږي او د غړیو عزت ته یې نقصان رسي نو د دې پرضد کاروایي ډیره ضروري ده.''

وزیراعظم دا هم وویل چې په مطبوعاتو نظر ساتونکې اداره پېمرا دی هم د قانون مطابق کاروایې وکړی.

له دې وړاندې د وزیراعظم په مشرې کې په دې معاملې یوه غونډه شوې وه.

د تېرې جمعې په ورځ د ایي بي مشر پارلماني غړیو سره د ملاقات پروخت ویلي و چې دا دستاوېز د ادارې لخوا نه دی خپور شوی او دا جعلي دی.

دې لړ کې د پاکستان تحریک انصاف د قامي اسمبلۍ غړی انجنیر حامد الحق وایي د دې تحقیقات پکار دي.

،، دا دستاوېز د وزیراعظم هاوس نه خپور شوی ولې چې دا کسان دوي تر خپل فشار لاندې راوستل، د دې کسانو د نون لیګ نه د تلو ډېر امکان و،،

د راپورونو ترمخه په دې دستاوېز کې د قانون وزیر زاهد حامد وفاقي وزیرانو ریاض حسېن پیرزاده، بلیغ الرحمان، سکندر بوسن او نور د مهم وزیرانو نه علاوه دسېنټرانو نومونه هم راغلي و.

دې لړ کې مشال راډیو د یادو قامي اسمبلۍ غړیو سره د رابطې هڅه وکړه خو د ټیلي فون نمبرې یې بندې راتلې.

دغه غړیو حکومت ته ویلي ول چې د دې پلټنې دې وکړل شي ولې چې دا یوه حساسه معامله ده او مخالفه ډله دا دستاوېز د دوی پرضد په راتلونکیو ټولټاکنو کې کارولی شي.

XS
SM
MD
LG