د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د سرحدي سیمو ګڼو ښوونځيو ته لمریزه برښنا ورکړل شوه


د دوشنبې په ورځ د خوست د ګربزو، تڼیو، تریزیو، ځاځي میدان او باک د سرحدي ولسوالیو په ۳۸ ښوونځیو کې د لمریزې یا سولر برېښنا د لګولو پروګرام پیل شو.

د خوست چارواکي وايي، چې د سرحدي سیمو په ښوونځیو کې د لمریزې برښنا په فعالولو سره به د لیرې پرتو سیمو زده کوونکو ته د معاصرې ټکنالوژۍ د زده کړې زمینه برابره شي او همدارنګه د برېښنا انرژي د پوهنې د کیفیت په ښه کولو کې هم اغېزمنه تمامیدای شي.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي د ګربزو ولسوالۍ د شیخامیر په لیسه کې د سولر یا لمریزې برښنا د سیستم د نصبولو په ځای کې مشال راډیو ته وویل، چې پدې سره به، نه یوازې د سرحدي سیمو ۳۸ ښوونځي روښانه شي، بلکې په کمپیوټر خونو، لابراتوراونو او نورو هغه ځایونو کې به هم ورڅخه استفاده وشي، چې د برېښنا انرژۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه:

((په خوست کې د ګربزو ولسوالۍ په شمول په پنځو ولسوالیو کې د مختلفو ښوونځیو لپاره د سولر انرژي د برابرولو پروګرام پیل شو، چې دې سره به د سولر سیستم ټول اړین ملحقات هم ورسره وي، په هغې سره به مکتبونه روښانه شي او په ځانګړي ډول د کمپیوټر لپ، لابراتوار او نور هغه وسایل چې برښنا ته اړتیا لري، هغه ستونزې به ورسره انشاالله حل شي.))

خوست والي هیله څرګندوي، چې د دې پروژې په تعقیب به د خوست په ډېریو ښوونځیو کې د سولر په واسطه د برښنا د جوړولو پروګرام پلی شي.

د خوست د ولایتي شورا غړی او د یوې لیسې پخوانی مدیر امیرالله زړه سواند وايي، په ښوونځیو کې د برېښنا شتون به د زده کړو پر بهیر مثبت اغېز ولري:

((برق هغه وسیله ده چې په ښوونځیو کې ټول هغه وسایل چې برقي دي، فعالیدل يې پرې شوني دي، نو د زده کوونکو د ښو زده کړو لپاره ښه فرصت برابرولی شي او کیدای شي چې د زده کړو په کیفیت ښه اغېز ولري.))

د ګربزو د سیمې یو تن مدني فعال خلیل جان ګربزوال غوښتنه کوي، چې په ښوونځیو کې د سولر یا لمریزې برېښنا د نصبولو کیفیت ته دې جدي پاملرنه وشي، داسې نه چې څو میاشتې وروسته د سولر تختې، بطرۍ، UPS او نور توکي کار پریږدي او پرې شوي نږدې لس میلیونه افغانۍ لګښت ضایع شي.

خلیل جان ګربزوال زیاتوي:

((نن په ګربزو کې د سولرو پروژه افتتاح شوه، خو دلته نه شاګردان کميوټر لري، نه په ټولګیو کې بادپکې لري، کچیرې برق وي خو دا وسایل نه وي، نو بیا خو برښنا څه ګټه نلري، د سولرو د نصبولو پروژه باید ښه کیفیت ولري، داسې نه چې څلور میاشتې وروسته هر څه غیر فعال شي.))

د یادونې وړ ده اوسمهال د ښوونې، روزنې لپاره د نړیوال مشارکت برنامې یاGPEلخوا د خوست اړوند د تڼیو په ۱۴، د باک په څلورو، د تریزیو په نهو او د صبریو په ۷ ښوونځیو کې د سولر یا لمریزې برښنا سیستم فعالیږي، خو چارواکي هیله څرګندوي چې یاده برنامه به په نورو ولسوالیو او ښوونځیو کې هم پلي شي.

د ښوونې، روزنې لپاره د نړیوال مشارکت برنامه د افغانستان د پوهنې وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي.

خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي
خوست والي پوهندوی حکم خان حبیبي

XS
SM
MD
LG