د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د تور ژېړي مخنیوي قامي کړنلاره جوړوي


د وینې د ټیسټونو نمونې
د وینې د ټیسټونو نمونې

د تېر اتوار په ورځ د پاکستان د روغتیا وفاقي وزارت د تورزېړي مخنیوي او دا ختمولو لپاره د پنځه کالو یوه قامي تګلاره جوړه کړي.

د صحت وفاقي وزارت په وینا چې له تور زېړي اغېزمنو هېوادونو کې یو پاکستان هم دی ځکه خو یې د ۲۰۱۷-۲۱ کلونو لپاره د تورزېړي مخنیوي لپاره پر ملي کړنلاره کار پیل کړی دی.

د صحت وزارت په وینا موږ له به د دې ناروغۍ مخنیوي او ختمولو له د پاکستان ټول ګامونه د نړیوال معیار مطابق جوړول وي او دې مقصد لپاره موږ نړیوال ماهرینو ته ویلې چې ترکال ۲۰۳۰ پورې د دې ناروغۍ ختمولو هدف ترلاسه کولو کې زموږ مرسته وکړي.

مشال راډیو سره په خبرو کې د صحت وفاقي وزیرې سایره افضل تارړ وویل، ''موږ د صحت نړیوالې ادارې د اېمرو یا منځني ختيځ، افریقا او د مرکزي اسیا په برخه کې لومړۍ ملک یو چې دا قامي تګلاره مو شروع کړه. په دې سیمه کې تر ټولو زیات دا ناروغي تر مصر پس په پاکستان کې زیاته ده. موږ صوبو ته د دې ناروغۍ په اړه هدایات او په دې عملدرامد لپاره یوه منصوبه ورکړې او هغوی دې لړ کې خپل یو پي سي ون جوړولی شي. موږ چې څنګه دا پلان جوړ کړی نو زما په خیال دې نه به فرق پریوځي او موږ ژمن یو چې تر کال ۲۰۳۰ پورې به موږ دا ناروغي ختمه کړو.''

د صحت وزارت په وینا چې دا وخت پاکستان کې دولس ملیونه د تور زیړي ناروغان دي.

هم دې لړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د پېښور د لیډي ريډنګ هسپتال د تور زیړي د مخنیوي څانګې مشر ډاکټر عامر غفور وایي چې د دې پروګرام له لارې به نه یواځې د ناروغانو درملنه کېږي بلکې ولس ته به هم د دی ناروغۍ خپرېدو او مخنیوي په اړه مالومات ورکول کېږي.

"موږ به په دې ناروغۍ قابو وموندو ځکه چې اوس د دې ښه علاج راغلی دی او اوس د ګولیو علاج دی. مخکې به د دې درملنه په ستنو کېدله چې ورسره به ناروغه تن په تکلیف کې وو، موږ ته ډېره هیله ده چې دا ناروغي به له پاکستانه ختمه کړو.''

د صحت وفاقي وزارت په وینا چې حکومت د ناروغیو مخنیوي لپاره د پاکې وینې ورکولو نظام هم ښه کړی او د تورزیړي ناروغۍ د مخنیوي دوایانې په کم نرخونو مارکیټ کې دي.

XS
SM
MD
LG