عبدالوحید پویان، په پېښور کې د افغانستان پخوانی کونسل جنرل چې اوس د کراچۍ قونصلګرۍ ته بدل شوی دی. له ده سره ځلاند یوسفزي د افغانستان او پاکستان اړیکو او د ده د کار په اړه خبرې کړې دي.
نوموړی په دې مرکه کې وايي چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د رغولو او د دواړو هیوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي لپاره یې وخت په وخت ګامونه اخیستي دي. دی وايي پېښور کې یې د کار موده په دې یادګاري وه چې د دې سیمې ولسونه د افغانستان د خلکو سره په کلتوري، لساني او مذهبي لحاظ ورته والی لري. د نوموړي په وینا د افغان کډوالو د ستونزو په هوارۍ کې یې هم زیاته ونډه اخېستې ده. نورې خبرې یې په دې مرکه کې واورئ:
نښلول
شریک کړئ
مشال مرکه / عبدالوحید پویان
په لاس د مشال راډیو
نښلول
شریک کړئ
کوډ کاپي شوی دی.
دا پته کلېپبورډ ته کاپي شوه
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته
0:00
0:25:08
0:00
د ډاېرېکټ لېنک
-
ځلاند یوسفزی
ځلاند یوسفزی په پېښور کې د مشال راډیو خبریال او د ویډیويي مطالبو اېډېټر (مدیر) دی. هغه پر بېلابېلو موضوعاتو غږیز، لیکلي او ویډیويي راپورونه او مستند فلمونه جوړوي.