د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه جي ګل: پر ۹م اکتوبر به د احتجاج لپاره اسلام اباد ته رسېږو


شاه جي ګل اپرېدی
شاه جي ګل اپرېدی

د پاکستان په پارلمان کې د قبایلي سیمو ځینو غړو د یو شمېر سیاسي ګوندونو له مشرانو سره د نهم اکتور د احتجاج په اړه سلا مشوره کړې ده.

دې مشرانو د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې غوڼده کړې او د اکتور پر نهمه د خپل اعلان کړې احتجاج د لارو چارو په اړه یې بحث کړی دی.

په قومي اسمبلۍ کې د خېبر ایجنسۍ استازي شاه جي ګل اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې له پښتونخوا ملي عوامي ګوند او جمعیت اسلام فضل الرحمان ډلې پرته نورو ټولو ګوندونو ژمنه ورسره کړې چې د فاټا اصلاحاتو تر عملي کېدو به ورسره ملګري وي.

شاه جي ګل اپرېدي وویل ، د اکتور پر نهمه به اسلام اباد ته رسېږي او له هغه وروسته به د دې لپاره کړنګلاره ټاکي چې باید څه وکړي.

نوموړي وویل چې په دې احتجاج کې به د دوی درې غوښتنې وي چې په کال ۲۱۰۸ م کې د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې چوکۍ ، د سپریم کورټ او های کورټ اختیار تر فاټا غځول او په این ایف سي ایوارډ کې برخه اخستل ترلاسه کول دي.

د عوامي نېشنل ګوند جنرل سیکرټري میا افتخارحسېن مشال راډيو ته وویل چې دوی له لومړۍ ورځې له قبایلي ولس او استازو سره ولاړ دي.

نوموړي وویل اوس چې قبایلي مشرانو کومه دهرنا اعلان کړې ده نو دوی به ورسره په دې کې ملګري وي.

د ال فاټا سیاسي اتحاد مرستیال مشر نثار مومند مشال راډیو ته وویل چې اوس وخت راغلی چې حکومت د فاټا اصلاحاتي کمېټۍ د رپورټ مطابق فاټا اصلاحات عمل کړي.

نثار مومندوویل ، دوی به د فاټا اصلاحاتو نه عملي کېدو پرضد د اکتور پر نهمه په اعلان شوي احتجاج کې پوره ګډون کوي.

د شمالي وزیرستان د خلکو یو استازي او د واکمن مسلم لیګ نون ډلې د قومي اسمبلۍ غړي محمد نذیر مشال راډيو ته وویل چې په پاکستان کې دوی د دهرنو حالات لیدلي دي نو مسلې یوازې په دهرنو او احتجاجونو نه هوارېږي.

محمد نذیر وویل ، دوی به هڅه کوي چې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو مسله د خبرو اترو له لارې هواره کړي.

د نوموړي په وینا چې ده شاه جي ګل اپرېدي ته ویلي چې لومړی د فاټا ټول پارلیماني غړي سره یو ځای کړي نو بیا به دا مسله اسانه شي.

بل پلو د فاټا اصلاحاتو په لړ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشرانو دریځ دی چې قبایلو ته دې ځانله صوبه ورکړل شي چې خپلې فېصلې پخپله کوي.

جمعیت علما اسلام ف ډلې وینا ده چې قبایلي اصلاحاتو کې دې له قبایلو وپوښتل شي او د دې لپاره دې په ټوله فاټا کې ټول پوښتنه وشي.

XS
SM
MD
LG