د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: پولیسو د بیلابیلو جرمونو په تور ۲۲ کسان نیولي


Khost arrest
Khost arrest

د خوست امنیتي چارواکي وايي، چې پولیسو د یوې اونۍ په موده کې د قتل، نشه يي توکو د قاچاقو، دولتي ځمکو د غصب، له کوره د ښځو د تيښتې او نورو جنايي پېښو په تړاو ۲۲ کسان نیولي دي.

د جمعې ورځې ناوخته د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت مشال راډیو ته وویل، نیول شوي کسان د تحقیقاتو لپاره عدلي او قضايي ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان زیاتوي، د نیول شویو کسانو څخه یو تن د قتل، دوه کسان د غلا، یو تن له محبس څخه د تيښتې، دوه ښځې له کوره د فرار، ۸ کسان د نشه يي توکو د کاروبار او پنځه کسان په مغلوبه وسلواله جګړه کې د ګډون او پاتې د دولتي ځمکو د غصب په تور د پولیسو لخوا نیول شوي دي.

مل پاسوال فیض الله غیرت وايي:

((ملي امنیتي ځواکونو د امنیت د تامینولو تر څنګ ۲۲ کسان د مختلفو جرمونو په تور نیولي دي، چې په هغه کې قاتلین، د مخدره موادو قاچاق کوونکي، د ځمکو غاصبین، د زنا په تور دوه کسان، او بل کس چې د محاکمو نهايي فیصلې پرې شوې وې او دوی فرار وو، نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلي دي.))

د خوست امنیه قوماندان وویل، د همدې اونۍ په موده کې ۲۷ کړۍ بیلا بیل ماینونه چې وسلوالو د لویو لارو په اوږدو کې ځای پر ځای کړي ول، موندلي او شنډ کړي دي.

ده زیاته کړه، د جمعې په شپه د وسلوالو یوې درې کسیزې ډلې چې پخوا به يې د خوست-ګردیز پر لویه لاره ماینونه ځای پر ځای کول، خپل ماین ورپورې چاودلې او ماین خښوونکي وژل شوي دي.

یاده دې وي، د خوست امنیتي چارواکي داسې مهال د یو شمېر لاسته راوړنو خبرې کوي، چې لا هم د خوست په مرکز او ولسوالیو کې غیر مسوول وسلوال ګرځي او کله نا کله له همدې کبله پيښې رامنځته کیږي، چې له رسنیو پټې پاتې کیږي.

XS
SM
MD
LG