د لاسرسي ځای

تازه خبر

''افغان ولسمشر پاکستان ته د تلو بلنه ومنله''


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر وایي، د هېواد ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني به د پاکستان دوره کوي.

د جمعې په سهار سفیر حضرت عمر زاخیلوال مشال راډيو وویل چې، د تېر اتوار په ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه په کابل کې له افغان ولسمشر سره د د لیدو پر مهال هغه ته د ورتګ بلنه ورکړې وه او هغه ومنله خو سفیر د تلو نېټه و نه ښودله.

د پاکستان پوځ مشر د اکتوبر په لومړۍ نېټه کابل ته په یوه ورځنۍ دوره تللی وو چې ورسره د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر نوید مختار او د بهرنو چارو سېکرېټره تهمینه جنجوعه هم مله ول.

د افغانستان ولسمشر د تېر لوی اختر په موقع په خپل پیغام کې ویلي ول چې له پاکستان سره هر-اړخیزه سیاسي خبرو اترو لپاره تیار دی.

په دا ورستیو کې د پاکستان خارجه وزارت د اسلام اباد او کابل ترمینځ اړیکو په اړه ویلي ول چې دواړو ملکونو ته مخ پر وړاندې تلل پکار ده.

دا یې هم ویلي ول چې د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په موقع او افغان سفیر د وزیراعظم او د پوځ مشر سره د ملاقاتونو نه ښکاري چې دواړه اړخونه اړیکې ساتل غواړي.

د سږ کال په مې میاشت کې د پاکستان قامي اسمبلۍ سپیکر ایاز صادق په مشرۍ کې یو پلاوي د اړیکې ښې کولو په غرض د کابل دوره کړې وه.

تر دې وړاندې د پاکستان امنیتي چارواکیو یوه پلاوي د کابل سفر کړی وو خو د افغانستان لخوا تراوسه هېڅ یو لوړپوړی پلاوی د پاکستان په سفر نه دی ورغلی.

واضحه دې وي چې له تیرې څه موده راهیسي د دواړو ملکونو ترمینځ اړیکې د کړکیچ ښکار دي او هم دې له وجې په لوړه کچه د لیدو کتو لړۍ هم شلېدلې وه.

دواړه ملکونه پر یو بل د وسله والو د ملاتړ او د دې پرضد د اقدامات نه کولو تورونه لګوي.

د واک اخیستو پس په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان ولسمشر ډاکټر اشرف غني د اسلام اباد دوره کړې وه.

تر هغه وروسته د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کې ډاکټر اشرف غني د اسیا زړه کنفرانس کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته ورغلی وو.

XS
SM
MD
LG