د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستانیو سختدریځو ډلو سیاسي کولو پلان


د پاکستان پوځ ویلي دي، حکومت په دې خبره غور کوي چې څنګه وسله والې ډلې د هېواد په سیاسي بهیر ورګډې کړي خو بیا د سیاسي چارو پوهان وايي چې د تشدد پرېښودو په اړه د ریاست او ولس سره د یوې رسمي معاهدې نه بغیر دغه وسله والې ډلې په سیاسي بهیر ورګډول به سختدریځه فکر نور هم پیاوړي کړي.

د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې یوې خبرې غونډې ته د وینا په وخت د پوځ ویاند میجر جنرل اصف غفور وویل د دې پلان مرام دا دی چې دغه وسله والو ډلو له یو تعمیري کردار ورکړل شي.

د سږني کال په اګست کې د ملي مسلم لیګ په نوم د یو سیاسي ګوند اعلان وشو چې مشري يې د جماعت الدعوه د مشر حافظ سعید زوم خالد کوي. په حافظ سعید په هند کې د ترهګرو بریدونو تور دی او امریکا يې په سر لس میلیونه ډالره انعام هم ایښی دی.

په سېپټمبر د لاهور په ضمني انتخاباتو کې د ملي مسلم لیګ یو کاندید برخه واخېسته او اوس يې په د پېښور په اېن اې ۴ حلقه په ضمني انتخاباتو کې هم خپل کاندید اعلان کړی دی.

د یوې بلې وسله والې ډلې انصار الامه مشر فضل الرحمان خلیل رویټرز خبري اژانس ته ویلي ـ هغه هم غواړي چې یو سیاسي ګوند جوړ کړي.

له مشال ریډیو سره په خبرو کې د پاکستان پوځ پخواني جنرال طلعت مسعود وویل چې د یو عادي ریاست لپاره د وسله والو قابو کول مهم دي او یوه لار يې دا ده چې دوی په سیاسي بهیر ورګډ کړل شي. نوموړی زیاتوي:

د یو عادي یو ریاست جوړولو لپاره د دې ترهګرو ډلو قابو کول مهم دي. د دې دوه لارې دي. یوه لار دا ده چې سخت بندیزونه پرې ولګول شي او فشار پرې واچول شي خو چونکې دوی اوس په ټولنه کې خواره شوي دي نو له دې لارې نتیجې به ښه نه وي. بله لار دا ده چې په سیاسي بهیر ورګډ کړل شي او دغه شان په قابو کې راوستل شي.

په پېښور کې د سیاسي چارو پوه ډاکټر خادم حسین وايي ــ که چېرې یوه وسله واله ډله دا اعلان وکړي چې تشدد پریږدي، خپلې لښکرې له مینځه وړي، د هېواد اساسي قانون مني او په دغه اړه له ریاست سره یوه رسمي معاهده کوي نو بیا خو پکار ده چې په سیاسي میدان کې ورته موقعه ورکړل شي. خو که داسې نه وي نو له دې سره به د پارلیمان دننه او بهر ترهګرې او سختدریځې ډلې نورې هم قوي شي.

په لندن کې میشت د سیاسي او قانوني چارو پوه ذاکرحسین وايي، د پاکستان واکمن قوتونه د هېواد په وسیلو او نظام د خپل کنټرول قایم ساتلو لپاره د دا رقم وسله والو ډلو مرسته کوي، تر دې چې د حافظ سعید په معامله کې د نړیوالې ټولنې تنقید هم په پام کې نه نیسي.

پاکستان چې څنګه جوړ شوی دی او په دې کې د سیویل سوسایټۍ او ملټري سوسایټۍ تر مینځ د اقتدار جنګ پیل شوی دی نو د هغه وخت نه دغه کیسه راروانه ده. دا رقم سازمانونه او ډلې جوړې کړې هم دغه خلکو دي او د خپل پوځ دننه او بهر ورله تربیت ورکړی دی. نو بیا دا د چا خلک دي؟ نو دا خو د دوی خپل خلک دي او په بېلا بېلو ځایونو کې يې ځای کړي دي. او مرام يې دادی چې په اقتدار کې خپله برخه په مستقله توګه قایم وساتي.

ملي مسلم لیګ د جماعت الدعوه سیاسي څانګه بلل کېیږي چې تراوسه د پاکستان له الیکشن کمیشن سره هم نه ده راجسټر شوې. وفاقي حکومت د انتخاباتو کمېشن ته ویلي چې دغه ګوند رجسټر نه کړي خو د دغه ډلې د مخنیوي لپاره يې نور ګامونه نه دي اخېستي.

XS
SM
MD
LG