د لاسرسي ځای

تازه خبر

“پر ګلګتي خبریال دې د ترهګرۍ لګېدلي تورونه ختم شي”


A Pakistani anti-terrorism court official arrives in an armored vehicle at Adyala Prison in Rawalpindi
A Pakistani anti-terrorism court official arrives in an armored vehicle at Adyala Prison in Rawalpindi

د خبریالانو د ساتنې سازمان پر پاکستانیو چارواکو غږ کړی دی چې د ګلګت – بلتستان د خبریال شبیر سهام پر ضد دې د ترهګرۍ مخنیوي د قانون پر اساس مقدمه نه کوي او پر هغه لګولي تورونه دې ختم کړي.

کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس خپل بیان پر داسې وخت خپور کړی چې د ګلګت – بلتستان د ترهګرۍ ضد عدالت سهام د اکتوبر پر اوومه ورغوښتی ځکه چې پر نوموړي تور دی چې د سیمې د یوه وزیر په اړه یې ناسم معلومات خپاره کړي ول.

رپورټونه او په پاکستان کې د خبریالانو د خوندیتوب یوه اداره وايي چې پر سهام د ګلګت – بلتستان د سیمه ییز حکومت او وزیر د بدنامۍ تور هم دی.

سهام په اسلام اباد کې د خبریالانو د ساتنې سازمان ته ویلي، ده د تېر (۲۰۱۶ز) کال په نومبر کې د پاکستان د انګرېزۍ ژبې په ډېلي ټایمز کې یوه لیکنه خپره کړه چې پکې یې لیکلي ول چې په ګلګت – بلتستان کې د پاکستان مسلم لیګ ځېنې غړي د انساني قاچاق او بدلمنۍ کوونکو له یوې ډلې سره اړیکي لري. نوموړي په خپله لیکنه کې د هېچا نوم نه وو اخیستی خو سیمه ییز حکومت یې پر ضد د ترهګرۍ د مخنیوي او د پاکستان د مجازاتو له قوانینو سره سم، مقدمه دایره کړه.

د پاکستان د ترهګرۍ د مخنیوي قانون وايي چې ترهګري ((په ټولنه کې د وېرې یا د ناامنۍ د فضا پیدا کولو)) ته وايي. شنونکي وايي، دا تعریف دومره پراخ دی چې په اسانۍ یې ناسم استعمال کېدای شي.

د خبریالانو د ساتنې کمېټۍ د اسیا د څانګې یوه مشر سټیفن بټلر په خپل بیان کې ویلي، ((شبیر سهام ته باید پر دې سزا ورنکړای شي چې د قامي ګټو پر موضوع یې خبریالي کړې.))

بټلر وايي، د سهام ((د ترهګرۍ ضد عدالت په مقدمه کې هېڅ کار نشته،)) نو ځکه دې ((پاکستاني واکداران پر ده لګېدلي تورونه سمدستي ختم کړي.))

دی زیاتوي چې د پاکستان چارواکي دې د دې ډول تورونو له لارې د خبریالانو د وېرولو یا خاموشولو هڅې پرېږدي.

د خبریالانو د ساتنې سازمان وايي، د سېپټېمبر پر ۲۸مه سهام ته عدالتیو لیک استولی چې ورحاضر دې شي. په دې لیک کې راغلي چې که تورن خبریال عدالت ته ورنشي نو په غیاب کې هم ورباندې مقدمه چلېدای شي.

که پر سهام لګېدلي تورونه زبات شول نو عدالت ورته د ۱۴ کلونو د بند سزا اورولای شي.

کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس زیاتوي چې د مقدمې له قاضي راجا شهباز خان سره په رابطې نه ده توانېدلې او د ګلګت – بلتستان اعلا عدالت یې هم لیک ته ځواب نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG