د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی خارجه وزیر د امریکا په سفر دی


د پاکستان بهرینو چارو وزیر خواجه اصف د سېشنبې په ورځ د امریکا په دوه ورځني سفر روان شوی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس زکریا ترمخه چې خارجه وزیر خواجه اصف به خپل امریکایې هم منصب ریکس ټیلرسن سره ملاقات کوي او په دوه اړخیز اړیکو به خبرې کوي.

د ایجنډې مطابق د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف به د قامي سلامتیا مشیر لیفټیننټ جنرل میک ماسټر سره هم ملاقات کوي.

تیره میاشت د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ په موقع د پاکستان وزیراعظم او د امریکې مرستیال ولسمشر مایک پینس ترمینځ ملاقات شوې و چې پکې دوه اړخیز اړیکې مخ په وړاندې په وړلو اتفاق شوی وو.

د پاکستان خارجه وزارت د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د امریکې مرستیال ولسمشر مایک پینس ترمینځه ملاقات ګټه ور ګرځولې و او ویلي و چې د امریکا مرستیال ولسمشر دواړو ملکونو ترمینځ د اړیکو په اهمیت خبرې کړې او ټینګار یې کړې چې په سیمه کې د سولې او ثبات مقصد ترلاسه کولو لپاره دې شراکت داري جاري وساتل شي.

د پاکستان وزیراعظم او د امریکې مرستیال ولسمشرد ملاقات پس په نیویارک کې د پاکستان خارجه سیکټرې تهمینه جنجوعه ویلي و چې اکتوبر کې به د امریکې یو پلاوی د پاکستان سفر کوي.

د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر اعجاز خټک وایې چې د وسله والو ډلو پرضد په دې ملاقاتونو کې د وخت اخېستو په اړه خبرې کېدای شي.

''امریکا به هم له هغه د لا ډېر څه کولو غوښتنه کوي چې کاروایي وکړي او پاکستان که دا ومني چې وسله والې ډلې شته او که د دې پرضد کاروایي کوو نو لږ وخت به پکې لګي نو کیدای شي چې امریکا ورته ووایي، میاشت دوه واخلې خو زیات وخت نه او دا هم ضروري نه ده چې پاکستان څه ګام اوچت کړي او هغه کامیابه نه وي خو څه نا څه عملي کار به پکار وي. اوس دا ده چې پاکستان مني او که نه او امریکا څومره حده پورې قایلیږي دا به وخت ښیي.''

د پاکستان او امریکا ترمینځه اړیکې تیره میاشت د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا سیمې او افغانستان په اړه نوې پالیسي اعلانولو پس د کړکېچ ښکار شوي دي.

په خپل خطاب کې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په پاکستان د وسله والو د پټنځایونو لرلو تور لګولی و خو پاکستان یې ردوي.

بلخوا تیره میاشت په امریکا کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف ویلي و چې وسله واله ډله حقاني شبکه او د جمات الدعوه مشر حافظ سعید یې پر هېواد بوج دی او له دې د ځان خلاصولو لپاره دې پاکستان ته وخت ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG