د لاسرسي ځای

قامي اسمبلۍد ګل ورځ مالوماتو ته د ولس رسايۍ بل منظورکړ چې د ولسمشر تر لاسلیکولو پس به د قانون برخه وګرځي.

د پاکستان قامي اسمبلۍ مالوماتو ته د ولس رسايۍ په اړه بل له قامي اسمبلۍ منظور کړچې اوس د سرکاري ادارو مالومات په لسو ورځو کې یواځې په یوه سپينه پاڼه په ورکړي درخواست ترلاسه کېدلای شي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند منتخب پارلماني استازي قهار ودان مشال راډيو ته وويل چې د دې بل منظورولو مقصد ولس ته خپل اييني او قانوني حقونه ورکول دي.

د نوموړي وينا وه چې د دې بل له منظورېدو سره سم اوس ولس کولی شي چې پر ټاکلې لار د قانون په دايره کې دننه له سرکاري ادارو هر ډول مالومات راټولولی شي.

د ذکر ده چې د اګست پر ۲۲ سېنېټ هم د ياد بل منظوري ورکړې وه.

هم په ياده نيټه د اطلاعاتو او نشرياتو وزير مملکت مرېم اورنګزېب مطبوعاتو ته وويل چې دې بل له لارې عام ولس سره سره خبريالانو لپاره به هم مالوماتو ته رسايۍ اسانه شي،

د مطبوعاتو روزنې لپاره کارکونکې ادارې ايي اېم اېس په پاکستان کې مشر عدنان رحمت وايي چې د عام ولس پشمول خبریالان هم تر دې دمه د دې قانون په اړه زياته پوهه نه لري نو حکومت ته پکار ده چې د دې قانون په باب ولسي پوهاوی پیدا کړي.

د نوموړي وينا وه حکومت بايد ولس پر دې خبر کړي چې دا قانون جوړ کړی شو او څنګه دوی کولی شي چې استعمال يې کړي لکه څنګه چې د پاکستان د ايين په ۱۹مه ماده کې معلوماتو ته د ولس رسايۍ حق ورکړل شوی دی نو پر حکومت ذمه واري راځي چې اول د خپلو افسرانو روزنه وکړي او ورسره د رسنيو له لاري خلک خبر کړل شي.

د يادونې ده چې ولس ته مالوماتو ته رسايۍ پحقله قانون په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې عملي دی، په سند صوبه کې د عمليکېدو په پړاؤ کې دی خو په بلوچستان کې تر دې دمه دا قانون جوړ نه کړل شو.

په ۲۰۱۴ کال کې خېبرپښتونخوا حکومت یو کمېشن جوړ کړو چې کار يې د ټولو ادارو څارنه کول دي چې دوی ولس ته مالومات په سمه توګه ورکوي او که نه او که د چا کومه ګيله وي چې هغه هواره کړي.

XS
SM
MD
LG