د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سریلانکا کرکټ ټیم پاکستان ته هېښوونکې ماتې ورکړه!


د سریلانکا کرکټ ټیم په ابوظهبۍ کې په لومړۍ ټیسټ لوبه کې د پیاوړي بالېنګ پر مټ د پاکستان کرکټ ټیم ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه.

د پاکستان او سریلانکا د کرکټ ټیمونو ترمنځ د ۳ ټیسټ لوبو د لړۍ دغه لومړۍ لوبه د تېرې میاشتې په ۲۸مه نېټه په ابوظهبۍ کې پیل شوې وه چې د دوشنبې په ورځ پای ته ورسېدله.

که څه هم د سریلانکا ټیم د پاکستان کرکټ ټیم ته د دغه ټیسټ لوبې د ګټلو لپاره یوازې د ۱۳۶ منډو هدف ټاکلی و، خو د یاد ټیم ټولو لوبغاړو یوازې ۱۱۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وباېلله.

پاکستانی کرکټ لوبغاړی محمد امیر
پاکستانی کرکټ لوبغاړی محمد امیر

د سریلانکا ټیم پخپل لومړي وار «اننګز»کې د کپټان چنډیمل د ۱۵۵ منډو پر مټ۴۱۹ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یې د پاکستان کرکټ ټیم هم پخپل لومړي وار کې ښه لوبه وکړه او د سریلانکا د ۴۱۹ منډو په ځواب کې یې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو ۴۲۲ منډې جوړې کړې.

که څه هم د سریلانکا کرکټ ټیم پخپل لومړي وار کې ښه لوبه کړې وه خو په دویم وار کې یې هغسې لوبه ونه کړه او ټول ټیم یوازې د ۱۳۸ منډو په جوړولو وسوځېد او پاکستاني ټیم ته یې د ګټلو لپاره یوازې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان له خوا یاسر شاه ښه بالېنګ وکړ او یوازې د ۵۱ منډو په ورکولو یې د سریلانکا ۵ لوبغاړي اوټ کړل.

که څه هم په ټیسټ لوبه کې ۱۳۶ منډې جوړول اسانه هدف ښکارېده، خو د پاکستاني لوبغاړو د سریلانکايي بالرانو مقابله ونه کړای شوه او ټول ټیم د ۱۱۴ منډو په جوړولو وسوځېد.

د سریلانکا له خوا "رنګانا هیراټ" د خپل ورو یا سپین بالېنګ پر مټ نه یوازې پاکستاني لوبغاړي منډو جوړولو ته پرېنښودل، بلکې یوازې د ۴۳ منډو په ورکولو یې ۶ پاکستاني لوبغاړي وسوځول او د خپل ټیم په ګټنه کې یې مهم رول ولوباوه.

د یادونې وړ ده چې د سریلانکا رنګانا هیراټ په دغه ټیسټ لوبه کې ټولټال ۱۱ ویکټې واخیستې چې په نتیجه کې د پاکستان و سریلانکا ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG