د لاسرسي ځای

جنرال باجوه د اتوار په ورځ په داسې حال کې د کابل سفر وکړه چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېر وخت په پرتله بې باوري زياته او پاکستان د وسله والو د مرستو په تور د امريکا ترڅنګ د خپل نزدې ملګري او ګاونډي هېواد چين له خوا هم د فشار سره مخ دې.

په کابل کې د شخړو د حل او سولې د مطالعاتو مرکز مشر حلیم الله کوثري وايي پاکستان باید د افغان حکومت او ولس د باور تر لاسه کولو لپاره نه یوازې خبرې وکړي بلکې دې لړ کې خپلې کړې ژمني عملي هم کړي.

کوثري زياتوي: ((د پاکستان د پوځ مشر کابل ته په موجوده حالاتو کې تلل ښکاره کوي چې پاکستان د بهرني فشار له امله داسې کوي. پاکستان باید اوس د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې لپاره عملي کار ولوبوي.))

شنونکي وايي ورته سفرونه او ملاقاتونه د يو بل باور پر ځای کولو په لړ کې ګټور ثابتېدی شي.

که څه هم د پاکستان او افغانستان چارواکي په سيمه کې د امنيت راوستو لپاره وخت په وخت ليده کاته کوي خو د شنونکو په وينا د دواړه غاړه بې باوري دومره زياته شوې ده چې اکثره وخت دا ملاقاتونه بې نتيجې ثابت شي.

په اسلام اباد کې د دفاعي چارو پوه طلعت مسود بیا وایي افغانستان غواړي چې د پاکستان سره اوس په ګډه د ستونزې د حل لارې چارې ولټوي. د اکتوبر په لومړۍ نېټه د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه کابل کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره پر امنيتي چارو خبرې وکړي.

د طلعت مسعود په وينا د ولسمشر غني او جنرال باجوه ملاقات یو ډېر ښه پرمختګ دی. ((تاسی به د دې ګتې په نزدې راتلونکي کې وګورۍ چې هغه به هر اړخيزه وي))

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG