د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انتخاباتو قانون کې ترميمي بيل قامي اسمبلۍ ته وړاندې کيږي


د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې به نن د پاکستان اليکشن تر ميمي بيل ۲۰۱۷ د منظورېدو لپاره وړاندې شي. دا که پر قانون بدل شي نو ليري شوی وزيراعظم نواز شريف ته به اجازه ورکړي چې د خپل ګوند (مسلم لېګ – ن) مشر پاتې شي.

نواز شريف له دې کبله د پاناما لېکس په نوم مقدمه کې د سپريم کورټ له خوا نا اهله وګرځول شو چې هغه د خپل زوی په کمپنۍ کې مقرره تنخا په اړه د ټاکنو کمېشن نه وو خبر کړی. هغه وايي دا تنخا يې نه ده اخيستې نو ځکه يې د انتخاباتو کمېشن ته معلومات نه وو ورکړي.

د پاکستان اليکشن تر ميمي بيل ۲۰۱۷ تر دې وړاندې د قامي اسمبلۍ او بيا له سېنټ څخه هم منظور شوی وو خو د سېنټ لخوا د ځينو بدلونونو وروسته دا بيل يو ځل بيا د منظورېدو لپاره وړاندې کېږي۔

د سپريم کورټ لخوا نواز شريف نا اهله کولو وروسته، هغه د خپل ګوند له مشرۍ هم استعفا ورکړه. خو که دا بيل منظور شي نو د پولټيکل پارټيز آرډر به ختم شي او نواز شريف ته به يو ځل بيا د ګوند مشر کېدو لاره هواره شي۔

اپوزيشن ګوندونو د دې بيل مخالفت کړی دی خو په قامي اسمبلۍ کې حکمران مسلم لېګ (ن) ګوند ډېر غړي لري نو ځکه د څيړونکو په وينا په اسانۍ به يې منظور کړي.

په سېنټ کې د مخالفو ګوندونو مشر سېنټر اعتزاز احسن چې پخپله هم وکيل دی ويلي چې د انتخابي اصلاحاتو بيل کې دا نه دي ويل شوي چې د عدالتونو لخوا نا اهله ګرځول شوی تن د ګوند مشري نه شي کولی.

دا بيل به له قامي اسمبلۍ څخه تر منطورېدو وروسته ولسمشر ته لاس ليک لپاره ليږل کيږي. تر هغې وروسته به دا د قانون برخه شي.

XS
SM
MD
LG