د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنرال باجوه او ولسمشر غني ملاقات: آيا وعدې به عملي شي؟


د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه په کابل کې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سره پرون وکتل او د سيمې امنيت، دوه اړخيزه اړيکو او سولې په اړه خبرې کړې دي.

د افغان ولسمشر دفتر (ارګ) څخه پرون ناوخته خپرې شوې خبرپاڼې کې راغلې چې د دواړو مشرانو ترمنځ د ملاقات پر مهال د ترهګرۍ سره په مبارزې بحث وشو. په خبرپاڼه کې راغلې چې پاکستاني لوري ژمنه وکړه چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په لاره کې به اسلام اباد د کابل د هڅو ننګه او د افغانستان د سولې د بهیر ملاتړ کوي. تېر وختونو کې افغان چارواکو پر پاکستان تور پورې کاوه چې د سولې بهير کې ريښتيني مرسته نه کوي.

ځيني کارپوهان له دې ملاقاته هيله من دي خو ځينې نور بيا وايي تر څو چې په داسې ملاقاتونو کې شوې وعدې عملي نه شي د دې خبرو څه نتيجه نه راوځي

د افغانستان او سيمې په اړا د امريکا د ستراتېژۍ تر اعلان ورسته د پاکستان پوځ د مشر د کابل دا لومړی سفر دی. د اګست پر ېويشتمه (۲۱) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په خپلې ستراتېژۍ کې پاکستان ته خبرداری ورکړی و چې په افغانستان کې دې د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس واخلي. پاکستان وخت پر وخت دا تورونه ردوي او وايي چې په دې هېواد کې په منظمه توګه د وسله والو موجودګي نشته او نه هم دوی د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د افغان ولسمشر د دفتر په خبرپاڼه کې ويل شوي چې اشرف غني او قمر باجوه په دې خبره ټینګار وکړ چې کابل او اسلام اباد باید د نویو حالاتو په تناظر کې نوي او جدي ګامونه پورته کړي او یوازې په تېره زمانه دې نظر نه ساتي.

په پاکستان کې کارپوهان د جنرل قمر جاويد باجوه د افغانستان سفر څخه ښې تمې لري او وايي چې دا قسمه سفرونه د دواړو ملکونو ترمېنځه بی باوري ختمولې شي. پخواني سفارتکار او بهرنو چارو کارپوه اياز وزير وايي چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه د خرابو حالاتو پر مهال د دوو لوړپوړو چارواو خبرې به ښې نتيجې ولري.

خو په پيښور کې خبریال او پر افغان چارو نظر لرونکی، شميم شاهد وايي پاکستاني چارواکو له پکار دي چې د داسې سفرونو پرمهال کړې وعدې عملي کړي.

XS
SM
MD
LG