د لاسرسي ځای

په پاکستان کې اقتصادي ودې ته کتنه


په پاکستان کې خلک د غربت له وجې یو شمېر خلک په جونګړو کې ژوند کوي

فرایډی ټایمز مجله لیکي، پاکستان د یویشتمې پیړۍ له شورو کېدو راهیسې د پام وړ اقتصادي پرمختګ کړی، چې پکې یې ناخالصه قومي پیداوار له ۲۰۰ اربه ډالرو اوښتی دی او په نتیجه کې یې په دې هېواد کې د غربت کچه را ټیټه شوېده.

په ۲۰۰۱م کال کې په پاکستان کې نزدې ۳۵ فیصده خلکو له غربت له کرښې لاندې ژوند کاوه او ۲۰۱۳م کال کې دغه شمیره ۹ فیصده ته ښکته شوېده.

خو مجله لیکي چې د دې اقتصادي پرمختګ باوجود په دې هېواد کې انساني ژوند ډېر کم پرمختګ کړی دی. ملګرو ملتونو د انساني ژوند د ودې په حواله یو فهرست جاري کړی چې پکې په ۱۸۲ هېوادونو کې پاکستان په ۱۴۷ نمبر دی. د انساني ژوند په وده کې یو شمېر اړخونو ته کتل کیږي چې پکې د نورو پشمول د پیدایش په وخت د ماشومانو د ژوندي پاتې کیدلو کچه او د ماشومانو د تعلیم اندازه لګول هم شامل دي.

یو شمېر ناداره خلک خیراتي ډوډۍ حاصلولو ته په قطار کې ولاړ دي
یو شمېر ناداره خلک خیراتي ډوډۍ حاصلولو ته په قطار کې ولاړ دي

مجله د نړیوال بانک په حواله لیکي، په پاکستان کې په درېوو کې یوه برخه ماشومان د غذايي کمښت لوجې له پنځو کلونو کم عمر کې مړه کیږي او چې کوم ژوندي پاتې شي په هغو کې د اکثرو صحت کمزوری وي چې په تعلیم ترلاسه کولو او اینده کې یې د کار روزګار کولو صلاحیتونه متاثره کوي. دا راز د انساني ژوند د پرمختګ نشتوالې زیاتره د ماشومانو په ژوند اثر کوي چې په نتیجه کې یې په مجموعي توګه ټولنه اغیز منه کیږي.

فرایډی ټایمز لیکي د جنوبي ایشیا په زیاترو هېوادونو کې ماشومان د غذايي کمښت ښکار وي. په دې لړ کې یوه خبره دا هم ده چې که ماشومانو ته خوراک ملاویږي نو هم د یو ډول خوراک لوجې د ماشومانو په بدن کې د ځینو وټامنو کمې راځي. د مثال په توګه د جنوبي ایشیا د اکثرو هېوادونو په ماشومانو کې د وټامن ای او فولادي موادو کمی موندل کیږي.

د مجلې په وینا په پاکستان کې هر کال په لوی اختر کې په میلینونو څاروي قرباني کیږي چې یوه برخه یې خلک په غریبانو ویشي خو دغه یواځې د څو ورځو کمېی پوره کولی شي، نور د دې غوښو د محفوظه کولو د انتظام د نشتوالي لوجې ختمې شي.

مجله لیکي په پاکستان کې د غربت د خاتمې لپاره ماشومانو ته متوازن خوراک برابرول مهم رول لوبولی شي چې په نتیجه کې به یې یو صحتمند قوم جوړیږي او د هغوی صلاحیتونه به دا هېواد د پرمختګ په لار بیايي.

XS
SM
MD
LG