د لاسرسي ځای

تازه خبر

په نړۍ کې د عاشورا ځانګړي مراسم ترسره کېږي


د پاکستان په ګډون د نړۍ په يو شمېر هېوادونو کې نن ( يکشنبه) د عاشورا ځانګړي مراسم ترسره کېږي.

د پاکستان په مختلفو ښارونو کې سخت امنيتي ګامونه اخستل شوي دي.

د شنبې ماخستن هم په دې لړ کې د هېواد په بېلا بېلو سيمو کې لوی ماتمي جلوسونه وتلي ول چې په سوليځه توګه پای ته ورسېدل.

د شنبې په ورځ د امنيت په خاطر د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې موبایل سروس بند کړل شوی وو.

هلته د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه کړې چې دعاشورا په مناسبت د تکیه خانو، جوماتونو او نورو سپڅلو ځایونو امنیت ته ځانګړی پام وکړي.

د ارګ خبرپانه وايي چې ولسمشر غني د شنبې ماښام په دې اړه د امنیتي ادارو له مشرانو سره خبرې کړې دي.

د جمعې په ورځ د قلعه فتح الله پر اوم سرک یوې تکیه خانې ته نږدې، په ځانمرګې حمله کې شپږ تنه ووژل او لږترلږه څلوېښتزخمیان شوو.

XS
SM
MD
LG