د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د تيلو قيمتونه زيات شوي

د پاکستان حکومت د تيلو قيمتونو زيات کړي دي.

پرون له ماليې وزارته په خپره شوې خبر پاڼه کې ويل شوي دي چې د بيو د لوړولو امر وزيراعظم شاهد خاقان عباسي کړی دی.

د پټرولو او ډيزلو په يوه يوه ليټر کې دوې دوې روپۍ زياتوالی شوی دی.

د خاورو د تيلو د يوه ليټر قيمت ۴۸ روپۍ ټاکل شوی دی.

سر له ننه یاني د اکتوبر له لومړۍ نېټه به د پټرول د يوه ليټر بيه درې اويا روپۍ او پنڅوست پيسې وي او ډيزلو يو ليټر به په نهه اويا روپۍ او څلوېښت پيسې خرڅېږي.

د پاکستان حکومت دا ګام په نړيوال بازار کې د تيلو د لوړېدونکيو قيمتونو په رڼا کې اخستی دی.

په نړيوال بازار کې د تيلو د يوه بيرال بيه ۵۱ ډالره ده.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG