د لاسرسي ځای

تازه خبر

رفيق کاکړ وايي له انسانيت سره د ښېګړې جزبه لرم نو ځکه کامياب يم


ډاکټر رفيق کاکړ
ډاکټر رفيق کاکړ

رفيق کاکړ چې د بلوچستان د مسلم باغ سيمې اوسيدونکی دی او دامهال په سويټزر لېنډ کې زده کړې کوي ،نوموړي په ۲۰۰۷ م کال د ټېکسلا انجينيرنګ يونيورسټۍ څخه سول انجينيرنګ وکړ او بيا يې هم په دې څانګه کې د کراچۍ نېډ يوڼيورسټۍ څخه ماسټر وکړ.

نوموړی بيا د اعلا زده کړو لپاره ملايشيا ته لاړ او هلته يې د دغه هيواد په خرچه پي ايچ ډي وکړه او اوس دامهال په سويټزر لېنډ کې د پوسټ ډاکټريټ يا له پي ايچ ډۍ وروسته زده کړې کوي.رفيق کاکړ پر دې سربيره هم يوشمير لاسته راوړنې لري.

نوموړی وايي تجسس،له نورو جلا سوچ او د مخکې تلو جزبه يې د کاميابۍ راز دی.

د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند دی.

خپرونه دلته د غږ په ځای کې اورېدلای شئ.

رفيق کاکړ وايي له انسانيت سره د ښېګړې جزبه لرم نو ځکه کامياب يم
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:35:14 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG