د لاسرسي ځای

تازه خبر

"پاکستان د وسله والو د ملاتړ کولو له تګلارې لاس اخیستل غواړي"


د پاکستان بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف
د پاکستان بهرنيو چارو وزير خواجه محمد اصف

جنرال طلعت مسعود وايي د خواجه اصف څرګندوني دې لور ته اشاره کوي چې د پاکستان پوځ هم غواړي چې د وسله والو د ملاتړ تګلاره له منځه یوسي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزير په امريکا کې ويلي وو چې په افغانستان کې جنګېدونکې ډله حقاني شبکه او ناقانونه ګرځول شوی تنظيم جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد يې پر هېواد يو بوج دی او له هغو د ځان خلاصوان لپاره بايد اسلام اباد ته وخت ورکړل شي.

د سېشنبې يا نهي په ورځ په نيويارک کې د اسيا ټولنې غونډې ته د خواجه محمد اصف دغو خبرو په پاکستان کې بحث راپارولی دی.

ځينې کارپوهان فکر کوي چې د بهرنېو چارو وزير څرګندونې ښيې چې اسلام اباد غواړي د وسله والو د ملاتړ له پاليسۍ لاس واخلي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د پوځ پخوانی لفټېننټ جنرل طلعت مسعود وايي د خواجه اصف دغه بيان دې لور ته اشاره کوي چې د پاکستان پوځي اسټېبلېشمنټ هم غواړي چې د وسله والو د ملاتړ تګلاره له منځه یوسي.

هغه وویل "پاکستان ته چې په هيواد دننه له ترهه ګرو ډلو ، لکه د پاکستانيو طالبانو، لشکر جنګوي ، القاعده او نورو يوشمېر وسله والو ډلو لخوا کوم چېلنجونه دي نو له دې کبله غواړي خپله پاليسي بدله کړي."

نوموړي زياته کړه چې پر هند سربيره، افغانستان او امريکا د پاکستان له تګلارو ډېر تنګ دي او داشان چين هم پاکستان ته مشوره ورکړې چې خپلې پالسۍ بدلې کړي نو دې هرڅه ته په کتو پاکستان غواړي چې په خپلو پالسيو کې لچک راولي او دده په فکر هم دا وجه ده چې د بهرنېو چارو وزير خواجه اصف دغه څرګندونې کړې دي.

طلعت مسعود وايي پاکستان نه شي کولای چې خپلو موجوده پالسيو ته دوام ورکړي.

پاکستان ته چې په هيواد دننه له ترهه ګرو ډلو ، لکه د پاکستانيو طالبانو، لشکر جنګوي ، القاعده او نورو يوشمېر وسله والو ډلو لخوا کوم چېلنجونه دي نو له دې کبله دا هېواد غواړي خپله پاليسي بدله کړي. طلعت مسعود

د امريکا دفاع وزير هم د شورو پر ورځ په کابل کې ويلي وو چې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا تګلاره د پاکستان لپاره هم يوه ښه موقع ده چې د ترهګرۍ ضد مبارزې سره یوځای شي.

د امریکا ولسمشر د افغانستان په اړه د امريکا نوې تګلارې د اعلانولو پر وخت ويلي وو چې پاکستان هغو ترهګرو ته پټنځايونه ورکوی چې امريکا ورسره په افغانستان کې جنګيږي.

دده په خبره د پاکستان دغه رويه نوره د زغملو نه ده.

افغان ولسمشر اشرف غني هم ويلي له پاکستان سره سوله غواړي او بايد اسلام اباد له دې موقعې مثبته ګټه پورته کړي.

نوموړی وايي ماحول تغیر کړی او لومړنۍ پایلې بدې نه دي خو په دې برخه کې قضاوت به له وخته وړاندې وي.

همداراز څرګندونې په اسلام اباد کې د سيمه ييزه چارو پوه او سياستوال افراسياب خټک هم کوي او وايي دا ښه خبره ده چې د پاکستان بهرنېو چارو وزير په څرګنده ومنله چې پاکستان د وسلوالو ملاتړ کوي او بايد دا پريږدي خو نوموړی وايي دا ويل ګران دي چې ګواکې اسلام اباد به دغه خبرو ته عملي بڼه ورکړي.

دا ښه خبره ده چې د پاکستان بهرنېو چارو وزير په څرګنده ومنله چې پاکستان د وسلوالو ملاتړ کوي. افراسياب خټک

نوموړي زیاته کړه چې "کله چې په پيښور ارمي پبلک سکول وسله وال بريد کې لسګونه ماشومان ووژل شول نو ټول هېواد غمجن شو او د ترهه ګرۍ د مخنيوي قامي تګلاره جوړه شوه خو پر هغې عمل ونه شو. په دې تګلاره کې له نصابه د سختدريځۍ مواد لرې کول، په ديني مدرسو او فاټا کې اصلاحات کول هم شامل وو خو تر اوسه ونه شول نو دا له وخته مخکې خبره ده چې پاکستان به خپلې پاليسۍ بدلې کړي".

افرسياب خټک او طلعت مسعود دواړه وايي که چرته اسلام اباد خپلې تګلارې بدلې نه کړې نو د اقتصادي بنديزونو په څير له ډېرو مشکلاتو سره ممخامخ کېدای شي.

افراسياب خټک وايي که پاکستان خپل سياست بدل نه کړ نو ښايي د عراق او ليبيا په څېر يوازي شي.

XS
SM
MD
LG