د لاسرسي ځای

تازه خبر

حنیف اتمر: پاکستان ته مو د بندیانو تبادلې وړاندیز کړی دی


 د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر

د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي چې پاکستان ته يې د بنديانو د تبادلې وړاندېز کړی دی.

د جمعې په ورځ د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حنيف اتمر پرخپله ټويټر پاڼه ليکلي چې پاکستان ته يې د بنديانو د تبادلې وړاندېز کړی دی.

نوموړي ويلي چې دوی په پاکستان کې د نيول شويو پنځه افغان طالب مشرانو کابل ته د ورسپارلو غوښتنه کړې ده خو حنيف اتمر د دغو طالب مشرانو نومونه نه دي په ډاګه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند دولت وزيري ويلي چې د پاکستاني پوځ مشر به کابل ته ورځي.

نوموړي د جمعې په ماخستن مشال راډيو ته وويل چې جنرال قمر جاويد باجوه به د يکشنبې په ورځ د افغانستان سفر کوي.

د پاکستاني پوځ مشر په داسې حال کې افغانستان ته ځي چې په دې وروستيو کې د کابل او اسلام اباد د لوړپوړو چارواکو ترمنځ تګ راتګ ډېر کم شوی وو.

په پاکستان کې د افغان وسله والو طالبانو پټنځايونه به هغه نکته وي چې ښايي د کابل او اسلام اباد ترمنځ په تازه خبرو اترو کې خنډ وګرځي. احمد شاه سپر

هم دغو خبرو ته په پام سره د پاکستان پخوانی ډپلوماټ اياز وزير وايي چې تېره مياشت د جنوبي اسيا او پاکستان او افغانستان په اړه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان شوې تګلارې پاکستاني او افغان مشران و هڅول چې خبرې اترې بيا پیل کړي.

ډونلډ ټرمپ د تګلارې د اعلانونو پر وخت پر پاکستان غږ کړی وو چې په خپل هېواد کې د وسله والو پټنځايونه له منځه يوسي.

د جنوبي اسيا او پاکستان او افغانستان په اړه د امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان شوې تګلارې پاکستاني او افغان مشران خبرو اترو پیلولو ته هڅولي. اياز وزير

د افغانستان د سياسي چارو پوه احمد شاه سپر هم وايي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ تازه راشه درشه د ولسمشر ټرمپ د تګلارې نتيجه ده خو دده په وينا ترڅو پاکستان د افغانستان په اړه په خپلې پاليسۍ کې اساسي بدلون و نکړي د جنرال باجوه سفر يا د بنديانو ممکنه بدلون به ښايې ګټه و نلري.

پاکستان او افغانستان دواړوه تل پر يوه بل وسله والو ته د پناه ورکولو تورونه لګوي او د اړيکو سمولو لپاره يې په وار وار خبرې اترې کړي خو هغه هر ځل بې نتيجې پای ته رسېدلي دي.

اياز وزير فکر کوي چې د پاکستان له لورې د ډيورنډ کرښې د انتظام په نوم اخستل شوي ګامونه او په افغانستان کې د هند رول ښايي دا ځل هم د خبرو اترو په مخ کې خنډ وګرځي.

خو افغان کارپوه احمد شاه سپر بيا وايي چې د ده په فکر په پاکستان کې د افغان وسله والو طالبانو پټنځايونه به هغه نکته وي چې ښايې تازه خبرې اترې له خنډ سره مخ کړي.

XS
SM
MD
LG