د لاسرسي ځای

تازه خبر

شاه جي ګل: د فاټا اصلاحاتو په اړه وزیراعظم ته یو مسوده وړاندې کوو


د قبایلي سیمو ځینې پارلیماني استازي وايي ،د فاټا اصلاحاتو په لړ کې یې د غوښتنو یو مسوده تیاره کړې ده او ډېر ژر به يې وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته وړاندې کړي.

بل پلو د حکومت لخوا د فاټا اصلاحاتو بل قومي اسمبلۍ ته وړاندې شوی خو د کورم نه پوره کېدو له کبله بحث ورباندې نه دی شوی.

له قبایلي سیمو د سېنېټ او قومي اسمبلۍ ځینو غړو د جمعې په ماښام په اسلام اباد کې د سېفران له وزیر مملکت غالب خان سره هم لیده کاته کړي دي.

دوی وايي په دې ملاقات کې یې له غالب خان وزیر څخه غوښتنه کړې چې قبایلي سیمو ته دې له عدالتي نظام غځولو سره سره د شخړو د هواري کونسل یا ډي ار سي وغځول شي او په راتلونکو ټولټاکنو کې دې ورته د خېبرپښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې چوکۍ هم ورکړل شي او ورسره دې قبایلو ته د لسو کالو لپاره معاشي پېکج ورکړل شي.

په قومي اسمبلۍ کې د خېبرایجنسۍ یو استازي شاه جي ګل وویل چې دوی په مسوده کې غوښتنه کړې چې قبایلي سیمې دې په ۵ کاله کې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې کړي او دوی به د ګل په ورځ په قومي اسمبلۍ کې دا مسوده وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ته وړاندې کوي.

هغه وویل ، په یاد ملاقات کې دا وویل شو چې که قبایل د عدالتي نظام سره بلد نه وي نو که عدالت سره یوه مقدمه راجسټرډ شوه او په دې کې بیا دواړه ډلې وغواړي چې په عدالت خبره نه کوي او په خپلو خلکو باندې خبره کوي نو بیا به دغه جرګه یا ډي ار سي دغه مسله هواره وي .

شاه جي ګل وویل ، دوی له حکومته وغوښتل چې قبایلې سیمو کې کوم چیف اپرېټېنګ افسر لګول کېږي هغه دې ولسي غړی وټاکل شي ، ځکه چې هغه به ولس ته ځواب ورکوي.

د قومي اسمبلۍ لپاره د سېفران د قایمه کمېټۍ مشر مولانا جمال الدین مشال راډیو ته وویل چې دوی په بیګانۍ غونډه کې دا ویلي چې ۵ کاله کې دې په قبایلو کې نورې چارې ترسره کړل شي او پس له هغې دې بیا فېصله وکړل شي چې په خېبرپښتونخوا ورګډېږي او که ځانله صوبه غواړي.

مولانا جمال الدین وویل دې غونډه کې داسې هېڅ پرېکړه نه ده شوې چې ګني قبایلي سیمې دې په خېبرپښتونخوا ورګدې کړل شي.

د مولانا جمال الدین وویل په وینا ، په دې غونډه کې یوازې پر عدالتونو او د جرګې پر نظام خبرې شوې دي.

تر دې وړاندې د روانې میاشتې پر ۱۴ مه د عوامي نشنل ګوند تر سیوري لاندې د فاټا اصلاحاتو لړ کې په اسلام آباد کې ټول ګونديزه غونډه کې هم غوښتنه شوې وه چې قبایلي سیمې دې په خېبرپښتونخوا کې ورګډې کړل شي.

په قومي اسمبلۍ کې د خېبرایجنسۍ یو استازي شاه جي ګل او د هغه ملګرو ویلي چې که حکومت دا غوښتنې ونه منلې نو د اکتوبر پر نهمه نېټه به په اسلام اباد کې احتجاجي ناسته کوي. عوامي نشنل ګوند هم وار له مخه په دې احتجاج کې د ګډون اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG