د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې امنيت ښه شوی: برتانوی ليکوال


پيټر وايي که څه هم د شمالي او جنوبي وزيرستانه وسله وال ويستل شوي دي خو يوه يا دوه سيمې شته چې هلته اوس هم امنيتي ستونزه موجوده ده.

اسلام اباد - برتانوي ليکوال او په دا وروستيو کې د پاکستان کرکټ ټيم او بریتانويو رسنيو ترمنځ شوي د کرکټ لوبه کې د خپلې لوبډلې مشر پيټراوبورن وايي پاکستان د لوبو تر څنګ په اقتصادي مېدان کې هم مخ پر وړاندې درومي.

له مشال رېډيو سره په يوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي اوبورن وويل دی وړاندې هم قبايلي سيمو ته ورغلی وو خو دا وار يې وليدل چې وسله وال له هغه ځایه اېستل شوي دي او هم په دې سبب دوي د ميرانشاه په يونس خان کرکټ لوبغالي کې له هغې لوبې خوندونه واخېستل چې د ستمبر پر ۲۱مه ترسره شوې وه.

پيټر وايي که څه هم د پاکستان امنیتي ادارې ادعا کوي چې شمالي او جنوبي وزيرستان یې له وسله والو پاک کړی دی خو دی زیاتوي چې اوس هم يو يا دوه سيمې شته چې هلته اوس هم امنيتي ستونزې موجودې دي.

د پاکستان موجوده حالاتو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل د څو کاله وړاندې په پرتله په ننني حالات ډېر بدل دي. "د غربي نړۍ پوهانو دعوې کولې چې طالبان جوهري وسله اخلي خو زه د دغه پوهانو په خبرو يقين نه کووم".

په پاکستان کې د لوبو او په خصوصي توګه د کرکټ په اړه پيټر اوبورن وايي د پاکستان کرکټ ټيم نه بغېر د کرکټ نړۍ نيمګړې ده بايد نړيوال کرکټ کونسل پاکستان سره مرسته وکړي چې دلته د کرکټ شاړ مېدانونه يو وار بيا اباد شي.

پاکستان کې امنيت ښه شوی: برتانوي ليکوال
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:43 0:00

XS
SM
MD
LG