د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کابل او اسلام اباده مثبتې خبرې اورو. نفیس ذکریا


د پاکستان خارجه وزارت د پاکستان او افغانستان ترمینځ اړیکو په اړه وایې چې دواړه هېوادونه باید مخ په وړاندې تګ وکړي.

د زیارت په ورځ اونیزې خبري غونډې پر مهال د پاکستان خارجه وزارت ویاند نفیس ذکریا وینا وه په دې ورستیو کې د پاکستان او افغانستان اعلی چارواکو ترمینځه ملاقاتونو نه ښکاري چې دواړه لوري اړیکې ساتل غواړي.

په دې موقع نفیس زکریا دملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د غونډې پر موقع د پاکستان خارجه وزیر سره د افغانستان خارجه وزیر او د قامي سلامتیا سلاکار او د پاکستان له خارجه سېکرېټري سره د افغانستان مرستیال خارجه وزیر د لیدنې حواله ورکړه.

''دا ټول لیده کاته دې ته اشاره کوي چې دواړو خواو ته یوڅه احساسات دي؟ دواړه خواوې له یو بل سره اړیکې ساتل غواړي. موږ وکتل چې خلک مثبتې خبرې کوي. تاسو په اسلام اباد کې د افغان سفیر د پاکستان وزیراعظم او د پوځ مشر سره د بیان حواله ورکړه نو زما په خیال دې ته کتل پکار دي. موږ ته پر مخ تلل پکار دي او باید چې د افغانستان سولې او ثبات لپاره کار وکړو چې له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې د ناکرارۍ ښکار دی.''

د خارجه وزارت ویاند خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ‘موږ افغانستان سره په سیاسي، اقتصادي، سوداګرۍ، د ټرانسپورټ تجارت، امنیت او د پولې سمبالولو پرته په نورو څانګو کې د دواړو هېوادونو او د سیمې پرمختیا لپاره کار کول غواړو.’

ده دا هم ویل چې د افغانستان سولې په اړه د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمینځ خبرو اترو لپاره د همکاریو څلور-اړخیزه هېوادونو غونډه [کیو سي جي] بحالېدل به ګټه ور ثابت شي.

د دواړو ملکونو اړیکو په اړه د سیمه ایزه چارو کار پوه او خبریال هارون رشید وایې ملاقاتونه کیږي خو اړیکې لا هم سمې نه دي.

''راروانه میاشت یو امریکایي پلاو پاکستان ته راځي نو کېدای شي حالات لږ ښه شي او دواړه هیوادونه له پخوانیو تېروتنو پند واخلي او د افغانستان په اړه خبرې اترې یو ښه اړخ ته روانې کړي.''

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانۍ سفیر او د بهرنیو چارو کار پوه رستم شاه مومند وایې تر څو چې په افغانستان کې امن نه وي راغلی نو ترهغې به مسله ورانه وي.

ده وویل چې د مسلې په هواري فکر پکار دی.

''ملاقاتونه ښه دي او له دې هېڅوک هم انکار نه شي کولی، داهر وخت پکار وي خو که د هېوادونو ترمینځ اړیکې ډیرې هم ښې شي او چې هلته دا جنګ روان وي نو دا مشکل به هم داسې وي.''

هم روانه میاشت په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د پاکستان وزیراعظم او د پوځ مشر سره ملاقاتونه کړی ول.

په دې ملاقاتونو کې دوه اړخیز اړیکو د لا ښه کولو پر لارو چارو غور شوی وو.

XS
SM
MD
LG