د لاسرسي ځای

په اسلام اباد کې د چارشنبې ماښام په سيفران وزارت کې وزير اعظم شاهد خاقان عباسي د بريفنګ اورېدو پر وخت وویل چې قبايلي سيمې په قامي بهير کې ورګډول او بې کوره شوي قبایل خپلو سيمو ته بیرته لېږل او په مکمله توګه د هغوي بحالول د حکومت په لومړي ترجيحاتو کې دي

وزير اعظم ويلي چې د ترهګرۍ او سختدريځۍ پرضد جنګ کې قبايلي ولس تر ټولو زياتې سرښندنې کړې دي.

د پاکستان وفاقي کابینې د سېپټمبر په ۱۲مه نېټه د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ کې د شوې غونډې پرمهال پرېکړه وکړه چې د فاټا اصلاحاتو هغه قانوني مسوده به د منظورۍ لپاره قامي اسمبلۍ ته وړي چې له مخې یې د سپريم کورټ او اسلام اباد های کورټ واک قبايلي سيمو ته غځول کېږي.

د سپتمبر پر ۱۵مه نېټه د قانون او انصاف وزير زاهد حامد دغه مسوده پارلیمان ته د بحث لپاره وړاندې کړه خو د نامکمل کورم له کبله د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق د اسمبلۍ غونډه تر ۱۸ سپټمبره ځنډولې وه. خو تيره اونۍ د قامي اسمبلۍ په څلورو غونډو کې هم پر دې مسوده څه بحث ونه شو.

د فاټا اصلاحاتو په اړه په سېنټ کې د فاټا غړي ملک مومن خان مشال ريډيو ته ووېل د فاټا پارليماني استازو تر مينځه خپلو کې په اصلاحاتو اختلافات دي نو حکومت به څه په دې اړه دلچسپي واخلي.

نوموړي زياته کړه چې حکومت دې اوس د خبرو پر ځايې اصلاحات په تر جېحي بنيادونو يقيني کړي چې د قبايلي سيمې مسلې زر تر زره هوارې شي.

''موجوده حکومت لپاره دا يوه ډېره ښه موقع ده چې فاټا لپاره خصو صي ګامونه پورته کړي حکومت ته موږ اپشنز ورکړي دي او ورته مو ويلي هم دي چې کوم د حکموت خوښ وي هاغه دې تر فاټا وغځوي.نو پکار ده چې دا اوس عملي کړي .خو په فاټا پارلېمنټرين کې خپله هم لږ ډېړ اختلافات شته چې دوي خپلو کې متفق شي نو حکومت به هله پکې دلچسپي اخلي.''

خو بل خوا په قامي اسمبلۍ کې د فاټا استازی غازي ګلاب جمال دا خبره ردوي چې دوی خپلمينځي اختلافات لري.

دېوايي چې په فاټا اصلاحاتو بل يې د حکومت او سيفران وزارت سره خبرې اترې روانې دي او هيله لري چې ډېر زر به د اصلاحاتو څه مثبتې نتېجې تر لاسه شي.

''چې کوم خلک په فاټا اصلاحاتو کار کوي هغوي خپله هم په دې کلئير نه دي بلکې د چاهم سر پدې نه دې خلاست هر کس د فاټا اصلاحاتو په نوم سياست کوي او دې نو خلکو صرف يوه سياسي نعره جوړه کړه، د اصلاحاتو په اړه بنيادي کارونه هېڅ څوک هم نه کوي نه چا کړي دي نو اوس موږ کوشش کوک چي داسې اصلاحات راورو چې خلکو ته قبول وي خلکو ته پکې اساني وي نور تکليف سره مخ نه شي،که فاټا اصلاحاتو بل پارلمان ته وړاندې کړل شو نه هيله ده چې په دووه هفتو کې به دا بل پاس کړل شي.''

په قبايلي سيمو کې د اييني او انتظامي اصلاحاتو په اړه د ستمبر پر ۱۴مه نېټه په اسلام اباد کې عوامي نیشنل ګوند ټول ګونديزه غونډه رابللې وه چې پکې دا غوښتنه وشوه چې په فاټا کې دې اېف سي ار قانون ختم کړل شي او قبایلي سیمې دې په خېبر پښتونخوا ورګډې کړل شي.

XS
SM
MD
LG