د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد کې د داعش په جنډۍ د سېنېترانو اندېښنه


د سېنېټ قایمه کمېټۍ په اسلام آباد کې د سختدریځه وسله والې ډلې داعش جنډې په لګولو اندېښنې ښودلې او له داخله وزارته يې غوښتي چې د پېښې رپورټ دې ورکړي چې تر شا یې د چا لاس دی.

خو داخله وزارت وايي چې دا مشکوکه جنډۍ د پام اړولو په موخه لګول شوې ده.

په اسلام آباد کې د شورو/چارشنبې په ورځ د سېنېټر رحمان ملک په مشرۍ د داخله چارو لپاره د سېنېټ قایمه کمېټۍ غونډه وشوه چې پکې په اسلام اباد کې د داعش جنډۍ په لګولو اندېښنه ښودل شوې.

په دې موقه له داخله وزارته وغوښتل شو چې د اسلام آباد غوندې ښار کې ولې د داعشیانو جنډۍ لګول شوې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د یادې کمېټۍ غړي سېنېټر شاهي سېد وویل، دوی له داخله وزارته وپوښتل چې په اسلام آباد کې دومره کېمرې لګېدلي نو بیا ولې تر دې دمه جنډۍ لګونکي و نه نیول شول.

د نوموړي په وینا دوی له داخله چارو وزارت څخه وپوښتل چې دا څوک دي چې دا جنډې لګېدې نوپه دې سي سي ټي وي کېمرو کې نه ښکاره کېدل چې دا څوک دي نو پکار ده چې د دې پلټنې وکړل شي.

په دې موقه دوی ته وویل شو چې د دې پېښې پرضد يې ایف ای ار کښلی دی. خو کمېټۍ ورته وویل چې راتلونکې غونډه دې ورته برېفنګ ورکړي چې حکومت تر اوسه څه کړي.

مشال راډیو چې په دې اړه د دفاعي چارو تجزیه کار حسن عسکري نه وپوښتل نو هغه وویل چې دا کاروايي ښايي چې پاکستان کې د داعش ډلې ملګري شتون لري.

د نوموړي په وینا د داعش جهنډا لګول څه غټ سازش نه دی خو دا ده چې کوم سخت دریځه دي هغوی ته دلته مرسته ترلاسه ده او د هغوی ځنې ملګري یو ځای بل ځای پټ دي او هغوی دا کاروايي کړې.

او اصل کې دا کار يې د خپل وجود ښودلو لپاره کړی او دا په بنیادي توګه د هغه تنظیمونو خلک دي چې په پاکستان کې شتون لري او اوس دوی له هغوی بېل شوي او د داعش په نامه کار کوي. د ده په اند دا کاروايي دې خلکو د خپل وجود ښودلو لپاره کړې چې د شپې په تیاره کې يې جنډه ځوړند کړې لګولې، نو د دې دا مطلب شو چې دلته سختدريځه ډلې موجودې دي او د هغوی شبکې هم په څه نا څه ډول په پاکستان کې شته دی چې دا قسمه کاروايي کېږي.

په دې موقه د داخله چارو وزیر مملکت طلال چودري وویل چې په پاکستان کې د داعش نومې ډلې وجود نه شته او حکومت په ۶۰ ناقانونه ګرځول شویو ډلو بندېز لګولی.

د نوموړي په وینا د دې پېښې پر ضد ایف ايي ار درج کړې شوی او د پلټنو لپاره یو خصوصي ډله هم جوړه کړی شوې خو دوی ته ویل شوي چې دا کاروايي د توجه اړولو لپاره شوې ده.

د ذکر ده د روانې میاشتې په ۲۴ مه نېټه د اتوار په ورځ د اسلام آباده په لوی سړک اېکسپرېس وی باندې د داعش نومې وسله والې ډلې جنډۍ لګول شوې وه.

XS
SM
MD
LG